چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين د فوټبال نړيوال جام رنګين کړی

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 9, 2022
in نړیوال خبرونه
0
چين د فوټبال نړيوال جام رنګين کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړيوال جام د نومبر په ۲۰مه نېټه په قطر کې پرانيستل شو او لاهم روان دی. د امريکا د ډیپلومات مجلې په وروستيو کې د يوې مقالې  په خپرولو سره ويلي، چين چې له قطر سره دوستانه اړيکې لري، د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړيوال جام لپاره ډېر خدمتونه کړي دي او د دې نړيوال جام لپاره يې ډېر چينايي توليدات برابر کړي دي. دا حقيقت دی چې د دې جام سپورټي ميدان او د سوغات اکثریت شیان په چین کې تولید شوي دي. نوځکه سږني نړيوال جام د نړيوالو پام راجلب کړی دی. د افغانستان د شرق راډيو خبريال فیصل ظريفي چې له فوټبال سره ډېره علاقه لري، هم د فوټبال سږنی نړيوال جام تعقيبوي. که څه هم په دې نړيوال جام کې افغان لوبډلې برخه نه ده اخيستې، خو لوبه څاري. د ده په اند د فوټبال سږنی نړيوال جام له نورو نړيوالو جامونو سره ډېر توپير لري. نوموړي د چين د ميډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې چين د فوټبال سږنی نړيوال جام رنګين کړی او يوازې يې په ساختماني برخه کې نه، بلکې په ټولو برخو کې يې خدمتونه کړي چې دغه نړيوال جام په ډېرې عصري تکنالوژۍ په  درلودلو سره روان دی.

د ښاغلي ظريفي په وينا چين پياوړی توليدي توان لري. څرنګه چې چيني توليدات هم په افغانستان کې ډېر ليدل کيږي، لکه ټیلېفونونه او اړوند وسایل يې،  ټلوېزیون او ډېر زيات نور چینايي توليدات په دې هېواد کې پيدا کېږي. نو هغه تل له چيني توليداتو څخه جاليبه خاطره لري او د فوټبال په سږني نړيوال جام کې يې خاطره لا ژوره کړې ده. ځکه چې د فوټبال په سږني نړيوال جام کې ډېر توليدات او تاسيسات هم د چيني تصديو له خوا جوړ اوتوليد شوي دي. د بېلګې په توګه د قطر د لوسېل سپورتي میدان چې په دې هېواد کې تر ټولو لوی سپورتي ميدان ګڼل کيږي، د يوه چيني شرکت له خوا جوړ شوی او عکس يې اوس د قطر په بانک نوټ کې چاپ شوی دی. د معلوماتو له مخې د فوټبال نړيوال جام پايلوبه به هم په همدې سپورتي ميدان کې تر سره شي. سربېره پردې چين هم د(Alkasa) د لمريزې انرژۍ برېښناکوټ په جوړولو کې برخه اخيستې وه چې دا د دې نړيوال جام د جوړېدو لپاره د انرژۍ په برابرولو کې مهمه ونډه لري. سربېره پردې چين د سږني نړيوال جام لپاره هم د نوې انرژۍ ډیربسونه برابر کړي دي. ويل کيږي چې دا ښايي د دې نړيوال جام لپاره د چين يو مهم خدمت وي. په دې اړه ښاغلي ظريفي وويل، د فوټبال نړیوال جام چې په قطر کې ترسره کیږي واقیعآ چې لوبغالي یې په ډیر کم وخت کې او ډیره په معیاري توګه جوړ شوي چې په دې جمله کې يې دوه لوبغالي ډیر حیرانوونکي دي. لوسیل لوبغالی واقیعآ چې ډیر ښه لوبغالی دی او پکې شاوخوا۹۰ زره کسان د سیالۍ ننداره کولی شي. نو زما په اند چین یوازې په ساختماني کارونو  کې نه بلکې په هره برخه کې ډیر پرمختلی هیواد دی لکه څنګه چې ما مخکې یادونه وکړه چې دا ځل نړیوال جام کې زیات نوښتونه لیدل کیږي او ټول لوبغالي یې په معیاري توګه او په دومره کم وخت کې جوړ کړي چې دا ډیر د حیرانتیا خبره ده. موږ هره ورځ په تلويزيون کې لوبې او دا لوبغالی وينو او په دې اند يم چې د چین خدمات ډیر موثر دي.

سربېره پردې د بريټانيا د نړيوالو شمېرنو د شرکت په خوله چینی تصديو د سږني نړیوال جام لپاره ۱،۴ ميليارد ډالره مرستې کړې چې دغه رقم د امريکايي تصديو له خوا له برابرو شويو مرستو څخه اوښتی دی او له دې کبله يې چيني شرکتونه په روان نړيوال جام کې تر ټولو لوی سپانسر ګرځېدلی دی. ښاغلي ظريفي د دې ټکي د يادونې په ترڅ کې داسې ویلي، کومه مرسته چې چین هیواد کړې په دې نړیوال جام کې دا ډیره ستره مرسته ده. موږ د چین دا کړنه ستایو چې د ورزش په برخه کې یې په دومره لوړه کچه مرسته کړې. د فیفا نړیوال جام دا ځل چین رنګین کړی ځکه د بسونو خدمات، دبریښنا خدمات چې دا اړین شیان دي او چین چمتو کړي نو زما په اند د ۲۰۲۲ کال فیفا  نړیوال جام چین رنګین کړی او یوازې په ساختماني برخه کې يې نه بلکې په ټولو بر خو کې یې خدمت کړی دی.

ښاغلي ظريفي نه يوازې په سږني نړيوال جام کې د چين خدمتونه ستايل بلکې ويې ویل چې چیني شرکتونه او تصدۍ به په نژدې راتلونکې کې د افغانستان د کرکټ له سياليو سره مرسته وکړي او سپانسر به يې کړي. هغه وويل، دا چې افغانستان اوسمهال په نړۍ کې د کرکټ داسې لوبډله لري چې هرې لوبډلې ته ماتې ورکولی شي خو تر اوسه معیاري لوبغالي نه لري نو د لوبغالو په جوړولو کې د چین مرسته تر ټولو ډیره اړینه ده.

Previous Post

يونيسف: د وچکاليو له کبله ۷۹ سلنه افغان کورنۍ پاکې اوبه نه لري

Next Post

امریکا او روسیې بندیان تبادله کړل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
امریکا او روسیې بندیان تبادله کړل

امریکا او روسیې بندیان تبادله کړل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روسیه؛ د اوکراین ډرون بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي

روسیه؛ د اوکراین ډرون بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي

اگست 3, 2026
افغان شتمني؛ د کنګل کولو د ناوړه پایلو مسوولیت پر امریکا دی

افغان شتمني؛ د کنګل کولو د ناوړه پایلو مسوولیت پر امریکا دی

جون 18, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved