چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چين د همکاريو او ګډو ګټو په مټ د نړۍ پرمختګ ته خوځښت ورکوي

ليکواله: د چين ميډيا ګروپ خبرياله غوټۍ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 13, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
چين د همکاريو او ګډو ګټو په مټ د نړۍ پرمختګ ته خوځښت ورکوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کله چې د بشريت تاريخ یوويشتمې پيړۍ ته ننوتلی، نو د ځاني سوداګرۍ د ساتنې غوښتنو او يواړخيزم څپو د نړۍ د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او بشر يې د پرمختيايي لارې په محور کې درولی دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال په مني کې له قزاقستان او اندونيزيا څخه ليدنې وکړې او په جلا جلا توګه يې د اورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د ابادۍ او په ۲۱مې پيړۍ کې د اورېښمو سمندري لارې د بيارغونې وړانديزونه وکړل، چې  اوس د (( يو کمربند او يوه لاره))  په نوم يادېږي.

چين په تېرو نهو کلونو کې د پنځو لويو وچو، پرمختيايي مرحلو او تمدنونو له څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره د (( يو کمربند او يوې لارې )) په چوکاټ کې لږ تر لږه ۲۰۰ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د دې ترڅنګ، په نړۍ کې دوه په درېيمه هېوادونه او يو په درېيمه نړيوال ارګانونه له چين سره د ګډو همکاريو نظريو ته رسېدلي دي.

د (( يو کمربند او يوې لارې )) وړانديز د نړيوالو چارو د يو مهم پلان په توګه د متقابل تګ راتګ، همکاريو او نوښت په برخو کې د بېلا بېلو هېوادونو د پیاوړتيا خوځنده ځواک ګرځيدلی او د نړۍ په پنځو لويو وچو کې يې د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو ښکلی تصوير پنځولی دی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، چې (( يو کمربند او يوه لاره )) يو ګټور، مهم او ښه اينده لرونکی وړانديز دی. د صربيا ولسمشر اليکساندر ووجيج ويلي، چې د (( يو کمربند او يوې لارې )) وړانديز له معنوي او مادي لحاظه مختلف هېوادونه، کولتورونه او خلک سره يو ځای کوي او د نړۍ ثبات ساتي. د پاکستان صدراعظم عمران خان په دې اند دی، چې دغه وړانديز به په راتلونکو څو کلونو کې نړۍ ته ستر بدلون ورکړي.

د يادونې وړ ځای دا دی، چې د (( يو کمربند او يوې لارې )) وړانديز په رڼا کې په ختېځې افريقا کې لومړی چټک سړک جوړ شوی، په مالديو کې پر سمندر لومړی پل اباد شوی، په بلاروس کې د موټر توليدي چارې پرانيستل شوي او په لا زياتو هېوادونو او سيمو کې خلک له پاکو اوبو، بريښنا او عصري ترافيک څخه برخمن شوي دي.

د افغانستان د کابل پوهنتون لويه تعليمي وداني او هال  د ۲۰۲۱م کال د جون په ۲۷مه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دغه وداني او هال د چين د حکومت په مالي مرسته جوړ شوي او د پرانيستلو مراسم يې انلاين تر سره شول.

 د معلوماتو له مخې، د دغې ودانۍ او هال عمومي مساحت څه باندې ۱۴۰۰۰ متره مربع دی. چين دغه پروژه د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر کې پيل کړې وه او د ۲۰۲۱م کال په مۍ کې يې بشپړه کړه. د دغې ودانۍ د ډيزاين او جوړونې له بڼو څخه عصري مفکوره او افغان دوديزې ساختماني ځانګړتياوې څرګندېږي. دغه وداني په کابل پوهنتون کې ډېره لويه وداني ده او د دغه پوهنتون يوه نښه هم بلل کېږي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

چين له اوږدې مودې راهيسې د (( يو کمربند او يوې لارې)) وړانديز په چوکاټ کې د اساسي تاسيساتو د ابادولو په برخه کې له افغانستان سره زياتې مرستې کړې دي.

 د کابل پوهنتون د چيني ژبې او ادبياتو د ودانۍ، ملي مسلکي پوهنځي، د کابل جمهوريت روغتون او د کندهار د چين روغتون په شمول يو لړ پروژې د دواړو هېوادونو د دوستۍ نښې بلل کيږي.

د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې د چين د وارداتو څلورم نړيوال نندارتون د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې په شانګهای کې تر سره شو. دغه نندارتون د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې او ترتيب لاندې په نړۍ کې د دولت په کچه د وارداتي چارو لومړی نندارتون دی او د بهرنيانو په ژبه د چين د ورخلاصون د طلايي دروازې په نوم هم يادېږي.

رئيس شي جين پينګ په پر له پسې څلورو کلونو کې د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ويناوې کړې دي. نوموړي د ځاني سوداګرۍ د غوښتنې او يو اړخيزم د څپو او د کرونا وبا د مخنيوي په برخې کې د چين باور څرګند کړی او نړۍ ته يې د چين د ورخلاصون ټينګ هوډ ښودلی دی.

افغان جلغوزي د چين د وارداتو څلورم نړيوال نندارتون کې په انلاين دوکان کې ډېر ښه خرڅ شول او يوازې په دوه ساته انلاين خپرونې کې يې کابو ۲۶ ټنه افغان جلغوزي وپلورل شول.

د شمېرنې له مخې، د تېر کال له نومبر تر جنورۍ يا که ووايو په کابو دوو مياشتو کې څه باندې ۱۵۰۰ ټنه جلغوزي له افغانستان څخه چين ته انتقال شوي دي.

 دا نه يوازې چيني مشتريانو ته د افغانستان ښه کرنيز توليدات دي، بلکې افغانستان ته د غوره کرنيزو توليداتو د صادراتو فرصتونه هم برابروي او  افغانان به ورڅخه ډېرې ګټې واخلي.

تېر کال د چين اقتصاد ښه پرمختګ موندلی او د بهرنۍ سوداګرۍ اندازه يې په لومړي ځل له ۶۰۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده او د چين د اقتصاد عمومي اندازه د وړم کال په پرتله په سلو کې اته اعشاريه يو زياته شوې ده. د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د چيني اقتصاد د خدمت انډول په سلو کې له دېرشو څخه هم پورته دی.

 د چين اقتصادي پرمختګ د نړيوال اقتصاد انجين ګرځېدلی دی.

Previous Post

د امريکا د لوټمار منطق رياکارانه جوهر

Next Post

په چين کې به د مراکش تړون نافذ شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
په چين کې به د مراکش تړون نافذ شي

په چين کې به د مراکش تړون نافذ شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

غزني کې؛ د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې

غزني کې؛ د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې

جون 11, 2026

Free Spin Bonus Codes

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved