چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين له کرونا وبا سره د مبارزې نوی پړاو ته داخل شوی

لیکنه: یاسمین: د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 9, 2023
in نړیوال خبرونه
0
چين له کرونا وبا سره د مبارزې نوی پړاو ته داخل شوی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

   د چين حکومت د سږ کال د جنورۍ له اتمې نېټې څخه د کرونا وبا د وقايې او ادارې تدبيرونه له ( د دوهمې کچې ساري ناروغۍ پر وړاندې د لومړۍ کچې تدبير) څخه ( د دوهمې کچې ساري ناروغۍ پر وړاندې د دوهمې کچې تدبير) ته تعديل کړي دي. د دغې نوې تګلارې تطبيق د کرونا وبا پر ضد د چين د درې کلنې مبارزې په مزل کې يو مهم اقدام دی او د دې ښودنه کوي، چې په چين کې د کرونا وبا د مخنيوي مبارزه نوي پړاو ته داخل شوې ده.

چين له تېرو درېيو کلونو راهيسې د خلکو د ژوند او روغتيا د ساتنې او د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ د تضمين په موخه پر دې ټينګار کړی، چې د واقعي وضعيت د ارزونې پر بنسټ يې د کرونا وبا د واقيې او کنټرول تګلارې جوړې او اصلاح کړي. چين د کرونا وبا د چټک خپرېدو په موده کې د دغې وبا د مخنيوي لپاره جدي تدبيرونه غوره کړي، پنځه ځله يې د کردې نړۍ د کرونا وبا د بريدونو مخه نيولې، د واکسين او درملو د څېړنې او تطبيق او د طبي توکو او خدماتو د چمتوالي لپاره يې قيمتي وخت برابر کړی او پر کرونا وبا د اخته کېدنې انډول او د دغې وبا له امله د مړينې انډول يې ډېر ټيټ کړی دی. د چين حکومت د کرونا وبا پر وړاندې د درې کلنې مبارزې په بهير کې د خلکو ژوند او ګټو ته د لومړيتوب ورکولو پر مفکورې ټينګار کړی.

د چين حکومت په دغه هېواد کې د وضعيت د بدلونونو له مخې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تدبيرونه تعديل کړي او د دغې وبا د کنټرول په عين وخت کې يې اقتصادي ثبات او پرمختګ هم ساتلی. په ۲۰۲۰م کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له سل زره ميليارډو يوانو څخه اوښتی او د وړم کال په پرتله ۲،۳ سلنه زياتوالی ښيي. دغه راز چين په همدې کال کې د نړۍ يوازېنی اقتصاد و، چې مثبت پرمختګ يې کړی. په ۲۰۲۱م کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۸،۴ سلنه زياتوالی ښيي، چې د زياتوالي انډول يې په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوړ دی او د پيسو نړيوال صندوق تر اټکل او د چين د حکومت تر ټاکلې موخې ‌ډېر ښه شوی دی. ډيجټلي اقتصاد د چين د اقتصادي پرمختګ عمده خوځنده قوت ګرځېدلی او د دغه هېواد د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې نژدې ۴۰ سلنه برخه نيولې ده. د اټکل له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت به تر ۱۲۰ زرو ميليارډو يوانو زيات وي. د چين اقتصادي احيا او پرمختګ به د نړيوالو اقتصاد د بيا سمسورتيا مهم انجين وګرځي.

نړيوالې ټولنې د چين د اقتصادي احيا او پر نړۍ د چين اقتصاد د مثبتو اغېزو په اړه د خوش بینۍ اټکل کړی . د امريکا سي ان ان (CNN) خبر ورکړ، چې چين د کرونا وبا د قايې او کنټرول تګلاره اصلاح کړې او د اقتصاد هڅوونکي تدبيرونه يې نيولي، د پیسو زياتو نړيوالو سازمانونو وړاندوینه کړې، چې د چين اقتصاد به په ۲۰۲۳م کال کې ثابت پرمختګ وکړی. (( والسټريټ جورڼال )) ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول د نوې تګلارې تطبيق به د مصارفو زياتوالی او اقتصادي پرمختګ وهڅوي، چې دا کار د نړيوال اقتصاد لپاره ډېر مهم دی.

په چين کې به په نږدې راتلونکې کې د پسرلني اختر رخصتي پيل شي او په دې موده کې به د کرونا وبا د کنټرول نوې تګلارې تر هڅونې لاندې د چينايانو د سفرونو څپه چټه شي. دې خبر پر اقتصادي بيا سمسورتيا د اسيا او ارام سمندر سيمې په تيره بيا د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو باور ټينګ کړی. د زياتو هېوادونو حکومتي ادارو او سيلانيزو ټولنو د چيني سيلانيانو د ورتګ هرکلی کړی.

د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلارې د تعديل په رڼا کې به د چين اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختګ وکړي او په ۲۰۲۳م کال کې به نړۍ ته لا زيات فرصتونه برابر کړي.

Previous Post

سنیګال کې د دوو بسونو د ټکر له امله ۳۹ تنه وژل شوي دي

Next Post

امریکا باید د نورو هېوادونو د مبارزې بې اساسه ارزونه ونه کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

امریکا باید د نورو هېوادونو د مبارزې بې اساسه ارزونه ونه کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ګوتریش په افغانستان کې د نغدو پيسو د ستونزې پر حل ټينګار کړی

ګوتریش په افغانستان کې د نغدو پيسو د ستونزې پر حل ټينګار کړی

اپریل 27, 2022
بایډن: امریکایي الوتکو ته پر طالبانو د بریدونو امر کړی

بایډن: امریکایي الوتکو ته پر طالبانو د بریدونو امر کړی

اگست 7, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ