د چین د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو کمېټې په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې پر هغو شلو افریقايي هېوادونو، چې ډېپلوماتيکې اړيکې ورسره لري، د صفر تعرفې اقدامات به پلي کړي.
چین د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو کمېټې ويلي، پر يادو هېوادونو د صفر تعرفې اقدامات به یې د ۲۰۲۶م کال د مې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۸م کال د اپرېل تر ۳۰مې پورې دوام ولري.
دغه هېوادونه د لږ پرمختللو هېوادونو له ډلې څخه نه دي. چين د ۲۰۲۴م کال په پای کې هم د نړۍ پر لږ پرمختللو هېوادونو د صفر تعرفې تګلاره پلې کړې ده.
اعلاميه وايي، چين په یوه لېست کې د شاملو توکو ګمرکي تعرفه صفر ته راټيټه کړې او له لېسته بهر توکي به پر خپل حال پاتې وي.
چين به په راتلونکو دوو کلونو کې له افريقايي هېوادونو سره د ګډ پرمختګ د اقتصادي همکاريو تړونونو او هم ورسره ګډ کار ته دوام ورکړي.
چين د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څځه، د هغو ۳۳ افريقايي تر ټولو لږ پرمختللو هېوادونو چې ډيپلوماتيکې اړيکې ورسره لري، پر ۱۰۰ سلنه توکو صفر تعرفه پلې کړې ده.












