د چین حکومت د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې په روان ۲۰۲۵م کال کې د بهرنۍ پانګونې د ثبات لپاره عملیاتي پلان خپور کړی دی.
د جاپان د پناسونیک (Panasonic) شرکت مرستیال مشر تیسورو هوما رسنيو ته ويلي، چې چين په دغه پلان کې د سوداګریز چاپېريال د لا ښه کولو ټينګ هوډ څرګند کړی او باور یې ښودلی، چې دا به د چين او جاپان ترمنځ د اقتصادي همکاريو د ژورتيا په برخه کې هم فعال رول ولوبوي. د امریکا د ټیسلا شرکت مرستیالې تاو لین د چين د یاد پلان له خپرېدو وروسته ویلي، چې شرکت یې په دغه هېواد کې د پرمختګ پياوړی هوډ لري.
په چین کې د فرانسې د ډیکاټالون شرکت د عامه چارو مشرې جاو جيه ويلي، چې د چين نوي پلان د دغه شرکت د لا پرمختګ لپاره پياوړی ملاتړ برابر کړی دی.
شنونکي د چين د بهرنۍ پانګونې د ثبات عملیاتي پلان ډېر ارزښتناک بولي او پر دې باور دي، چې دغه پلان به بهرنۍ نړۍ ته د چين پرانيستې لارې نورې هم پراخې کړي. چين په دغه پلان کې له بهرنۍ نړۍ سره د متقابلو ګټورو همکاريو په برخه کې صداقت ښودلی دی.
بهرني پانګوال له تېرو څو کلونو راهیسې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون شاهدان پاتې شوي او ډېرې ګټې او مرستې يې ترلاسه کړې دي.
بهرنيو پانګوالو د تېر ۲۰۲۴م کال تر پایه پورې، په چين کې ۲۳۹. ۱ میليونه شرکتونه جوړ کړي او شاوخوا ۲۰،۶ ټريليونه يوانه پانګونې یې کړې دي.
چين د بهرنيو پانګو، پرمختللو ټکنالوژیو او د مديريت تجربو په راجلبولو سره اقتصادي پرمختګ موندلی او بهرنيو پانګونوالو د چين د عصري کېدو په بهیر کې سترې چارې ترسره کړي او ښې ګټې يې ترلاسه کړې دي.
اوسمهال، د نړۍ اقتصاد ورو ورو د ښه کېدو په حال کې دی، خو په ورته وخت کې بیا په نړۍ کې جيوپوليټيکي شخړې د سختېدو، يو اړخيزم او محافظت د زياتېدو او د نړيوالو مستقيمو پانګونو چاپېريال د خرابېدو په حال کې دی.
چين په لوړ کيفيت د چيني شکله عصري کېدو بهیر پرمخبیايي او بهرنۍ نړۍ ته يې دروازې لا پرانیستې او پراخې کړې دي. د چين د بهرنۍ پانګونې د ثبات عملیاتي پلان به نه يوازې د چيني شکله د عصري کولو لپاره ګټور وي، بلکې د بهرنيو پانګوالو لپاره به هم لا زيات بازاري فرصتونه او د پرمختګ ثابته زمينه برابره کړي، د خطرونو او ننګونو په مخنيوي کې به اغېزمنه مرسته وکړي او ټول به په ګډه پرمختګ ومومي.
د چين د بهرنۍ پانګونې د ثبات عملیاتي پلان په ۴ برخو کې یعنې د خپلواکۍ او پرانيستو لارو د پراخولو، د پانګونې د ودې کچې د لوړولو، د پرانیستو ډګرونو د اغېزو د پياوړتیا او د خدماتي تضمین د زیاتولو په برخه کې ۲۰ تدبیرونه وړاندې شوي دي.
سربیره پردې، په دغه پلان کې د بهرنۍ پانګونې د جوړښت د ښه کولو وړاندیز هم شوی او کلیدي برخو کې يې خدمتي چارې په ګوته شوې دي. دا د چين د کرنې د عصري کولو او د نويو صنعتي چارو د باکيفيته پرمختګ له رجحان سره سمون لري او په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې تمرکز روښانه کوي.
د جاپان د پناسونیک شرکت مرستیال مشر تیسورو هوما ويلي، د چين پياوړی نوښتي توان او کافي استعدادونه بهرنیو شرکتونو ته متوجه دي.
په چين کې د امريکا سوداګرۍ ټولنې په يوه تازه راپور کې ويلي، چې سږ کال په سلو کې اويا امريکايي شرکتونه په چين کې د ډېرو پانګونو تمه لري. په چین کې د بريتانیې سوداګرۍ ټولنې د سروې له مخې ويلي، چې ۷۶ سلنه شرکتونه یې غواړي په چین کې د پانګونې اوسنۍ کچه وساتي یا يې ډېره کړي.
د یادولو ده، د چين د بهرنۍ پانګونې د ثبات عملیاتي پلان کې ويل شوي، چې دغه هېواد به د ۲۰۲۵م کال تر پایه مختلفې تګلارې او اقدامات پلي کړي.











