سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین د ۲۰۲۵م کال د بهرنۍ پانګونې د ثبات عملیاتي پلان خپور کړ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 21, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چین د ۲۰۲۵م کال د بهرنۍ پانګونې د ثبات عملیاتي پلان خپور کړ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین حکومت د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې په روان ۲۰۲۵م کال کې د بهرنۍ پانګونې د ثبات لپاره عملیاتي پلان خپور کړی دی.

د جاپان د پناسونیک (Panasonic) شرکت مرستیال مشر تیسورو هوما رسنيو ته ويلي، چې چين په دغه پلان کې د سوداګریز چاپېريال د لا ښه کولو ټينګ هوډ څرګند کړی او باور یې ښودلی، چې دا به د چين او جاپان ترمنځ د اقتصادي همکاريو د ژورتيا په برخه کې هم فعال رول ولوبوي. د امریکا د ټیسلا شرکت مرستیالې تاو لین د چين د یاد پلان له خپرېدو وروسته ویلي، چې شرکت یې په دغه هېواد کې د پرمختګ پياوړی هوډ لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په چین کې د فرانسې د ډیکاټالون شرکت د عامه چارو مشرې جاو جيه ويلي، چې د چين نوي پلان د دغه شرکت د لا پرمختګ لپاره پياوړی ملاتړ برابر کړی دی.

شنونکي د چين د بهرنۍ پانګونې د ثبات عملیاتي پلان ډېر ارزښتناک بولي او پر دې باور دي، چې دغه پلان به بهرنۍ نړۍ ته د چين پرانيستې لارې نورې هم پراخې کړي. چين په دغه پلان کې له بهرنۍ نړۍ سره د متقابلو ګټورو همکاريو په برخه کې صداقت ښودلی دی.

بهرني پانګوال له تېرو څو کلونو راهیسې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون شاهدان پاتې شوي او ډېرې ګټې او مرستې يې ترلاسه کړې دي.

بهرنيو پانګوالو د تېر ۲۰۲۴م کال تر پایه پورې، په چين کې ۲۳۹. ۱ میليونه شرکتونه جوړ کړي او شاوخوا ۲۰،۶ ټريليونه يوانه پانګونې یې کړې دي.

چين د بهرنيو پانګو، پرمختللو ټکنالوژیو او د مديريت تجربو په راجلبولو سره اقتصادي پرمختګ موندلی او بهرنيو پانګونوالو د چين د عصري کېدو په بهیر کې سترې چارې ترسره کړي او ښې ګټې يې ترلاسه کړې دي.  

اوسمهال، د نړۍ اقتصاد ورو ورو د ښه کېدو په حال کې دی، خو په ورته وخت کې بیا په نړۍ کې جيوپوليټيکي شخړې د سختېدو، يو اړخيزم او محافظت د زياتېدو او د نړيوالو مستقيمو پانګونو چاپېريال د خرابېدو په حال کې دی.

چين په لوړ کيفيت د چيني شکله عصري کېدو بهیر پرمخبیايي او بهرنۍ نړۍ ته يې دروازې لا پرانیستې او پراخې کړې دي. د چين د بهرنۍ پانګونې د ثبات عملیاتي پلان به نه يوازې د چيني شکله د عصري کولو لپاره ګټور وي، بلکې د بهرنيو پانګوالو لپاره به هم لا زيات بازاري فرصتونه او د پرمختګ ثابته زمينه برابره کړي، د خطرونو او ننګونو په مخنيوي کې به اغېزمنه مرسته وکړي او ټول به په ګډه پرمختګ ومومي.

د چين د بهرنۍ پانګونې د ثبات عملیاتي پلان په ۴ برخو کې یعنې د خپلواکۍ او پرانيستو لارو د پراخولو، د پانګونې د ودې کچې د لوړولو، د پرانیستو ډګرونو د اغېزو د پياوړتیا او د خدماتي تضمین د زیاتولو په برخه کې ۲۰ تدبیرونه وړاندې شوي دي.

 سربیره پردې، په دغه پلان کې د بهرنۍ پانګونې د جوړښت د ښه کولو وړاندیز هم شوی او کلیدي برخو کې يې خدمتي چارې په ګوته شوې دي. دا د چين د کرنې د عصري کولو او د نويو صنعتي چارو د باکيفيته پرمختګ له رجحان سره سمون لري او په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې تمرکز روښانه کوي.

د جاپان د پناسونیک شرکت مرستیال مشر تیسورو هوما ويلي، د چين پياوړی نوښتي توان او کافي استعدادونه بهرنیو شرکتونو ته متوجه دي.

په چين کې د امريکا سوداګرۍ ټولنې په يوه تازه راپور کې ويلي، چې سږ کال په سلو کې اويا امريکايي شرکتونه په چين کې د ډېرو پانګونو تمه لري. په چین کې د بريتانیې سوداګرۍ ټولنې د سروې له مخې ويلي، چې ۷۶ سلنه شرکتونه یې غواړي په چین کې د پانګونې اوسنۍ کچه وساتي یا يې ډېره کړي.  

د یادولو ده، د چين د بهرنۍ پانګونې د ثبات عملیاتي پلان کې ويل شوي، چې دغه هېواد به د ۲۰۲۵م کال تر پایه مختلفې تګلارې او اقدامات پلي کړي.

Previous Post

د نورستان په وایګل کې ۳۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

Next Post

چین د ایکولوژيکي چاپیریال ساتنې لپاره نوي وړاندیزونه خپاره کړل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چین د ایکولوژيکي چاپیریال ساتنې لپاره نوي وړاندیزونه خپاره کړل

چین د ایکولوژيکي چاپیریال ساتنې لپاره نوي وړاندیزونه خپاره کړل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستان کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اگست 17, 2022
حکیمي: ۱۳ ولایتونو کې نامطلوب کسان د ا.ا ځواکونو له لیکو ایستل شوي

حکیمي: ۱۳ ولایتونو کې نامطلوب کسان د ا.ا ځواکونو له لیکو ایستل شوي

جنوري 13, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ