د ملي مصالحې عالي شورا رییس وایي د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي یې چارې په ښه توګه مخ ته وړې دي. ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل افغان حکومت به د سولې په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او له نړیوالې ټولنې سره په ګډه په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ لپاره کوښښونه روان دي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع موجوده ده، خو نړیوال د هغه سولې ملاتړ کوي چې دلته د لاس ته راوړنو د خوندیتوب سبب شي. ډاکټر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او په خبره یې طالبانو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او ژر تر ژره دایمي اوربند ته تیاری وښيي. ډاکټر عبدالله همدا راز وايي چې نن به د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره لیده کاته ولري او پر شوو پرمختګونو او راتلونکو پلانونو به خبرې وشي.












