د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي، د بامیان ولایتي روغتون د مالیکولي تشخیص لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شوي، چې ورسره د ازموینو ظرفیت لوړ شوی دی. یاد سازمان په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه تجهیزات د اروپايي ټولنې په ملاتړ برابر شوي او د چټک او دقیق تشخیص په برخه کې له روغتیايي کارکوونکو سره مرسته کوي. د دغه سازمان په وینا، اوس په بامیان او څنګلورو ولایتونو کې زرګونه کسان خپلو سیمو ته نږدې له تشخیصي خدماتو برخمنېدای شي. ډبلیو ایچ او وايي، د تشخیصي خدماتو پیاوړتیا خلکو ته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو لاسرسی ښه کولی شي.














