د بلخ ولایت د رسنیو مرکز وایي، چې د هېواد په شمال زون کې د خوړو نړیوال سازمان مسوول نجیبالله رحماني د دې ولایت له یو شمېر سیمهییزو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي؛ دغه سازمان پام کې لري، ترڅو روان کال له اووه میلیونه افغانانو سره چې یوازې دوه میلیونه یې په شمال زون کې دي، بشري مرسته وکړي. رحماني زیاته کړې؛ د مرستو دغه پروګرام په ۳۵۰ ولسوالیو کې پلی کېږي.












