د لوګر ولایت په مرکز پل علم، برکي برک او محمد آغې ولسوالیو کې ۸۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رییس ویلي چې په یاد ولایت کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو شل ژوې څاه ګانې کیندل شوي، چې د یو شمېر مسوولینو په شتون کې پرون ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یادونې وړ ده، یادې پروژې د لوګر مرکز پل علم، برکي برک او محمد آغې ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سره په تفاهم او د لوګر سیندیزې فرعي حوزې په همکارۍ او همغږۍ پلې شوې دي.











