چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ډونالډ ټرمپ تل د بریاوو بې ځایه ادعاوې کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 4, 2026
in نړیوال خبرونه
0
ډونالډ ټرمپ تل د بریاوو بې ځایه ادعاوې کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپرېل په لومړۍ نېټه پر ايران له نظامي بريد وروسته اول ځل په طلايي وخت کې ټولو ته وينا وکړه. هغه د شاو خوا ۲۲دقيقو په وينا کې اعلان کړی چې د امريکا ځواکونو په لنډ وخت کې په ستره کچه برياليتوبونه تر لاسه کړي او په ايران کې د جګړې مرکزي ستراتيژيک هدف به نژدې وخت کې پای ته ورسېږي.

د ټرمپ دا ډول څرګندونې او ادعاوې تل خوشې او بې بنسټه خبرې وي، هېڅ واقعي اهميت نه لري چې د جګړې د څنګه ختمولو، د جګړې د پای ته رسولو مهال وېش په هکله هېڅ روښانه معلومات نه شته. هغه يوازې د بحران په هکله خلکو ته لکچر ورکوي، خو هېڅ اغېزه يې نه ده کړې، برعکس دا ښيي چې د امريکا حکومت د نظامي فعاليت د ستونزو، د خلکو د شکايتونو زياتوالي، د بازار د تزلزل حالت په هکله تشویش لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ټرمپ له قوله د جګړې لاسته راوړنې باوري نه دي

ټرمپ وويل په ايران کې د امريکا د جګړې مرکزي ستراتيژيک هدف به ژر پای ته ورسېږي، د دغه هېواد سمندري پوځ په بشپړه توګه، هوايي پوځ او د توغنديو سامانونه هم سخت ويجاړ شوي. هغه زياته کړه چې امريکايي پوځ به په راتلونکو دوو او دريو اونيو کې پر ايران لا نور سخت بريدونه وکړي.

د امريکا سي ان ان(CNN) تبصره وکړه، چې ټرمپ نظامي فعاليت مبالغه کړی او هېڅکله د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مشخص مهال وېش نه دی روښانه کړی، کوم چې د خلکو لپاره اندېښنه ده او د جګړې د ختمولو لارې او طريقې يې هم نه دي ياد کړې.

ټرمپ د جګړې د لاسته راوړنو په هکله هم له حقايقو سره لرې خبرې وکړې. مثلاً هغه وايي چې د ايران د توغنديو ويشتلو سامانونه سخت ويجاړ شوي، خو د ده د وينا له نيمه ساعته وروسته ايران پر اسرائيل توغندي توغولي دي. د امريکا د استخباراتو اړوند چارواکي وويل، چې امريکا يوازې په ايران کې شاو خوا يو په درېيمه برخه توغندي ويجاړ کړي دي.

ټرمپ غواړي د بې ځايه خبرو له لارې د خلکو نظريې ارامې کړي، خو خلک يې نه مني

ټرمپ په خپله وينا کې وويل، امريکا ممکن په ډېر لنډ وخت کې ټولې نظامي دندې بشپړې کړي. دا د يوې هڅې په توګه ليدل کېږي چې ټرمپ غواړي د جنګي هدف د ژر  عملي کېدو نښه خلکو ته خپره کړي، تر څو د خلکو د شکايتونو فشارونه ارام کړي او جګړه به د جمهوريپال ګوند ټاکنو ته زيان ونه رسوي.

تر اوسه پورې په ايران کې د جګړې له امله د امريکا په دننه کې د انرژيو، د توکو د لېږد رالېږد، د خوړو بيې ډېرې لوړې شوې، د تېلو بيې له څلورو کلونو راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. خلکو ته د ګڼ شمېر سروې له مخې په سلو کې ۷۰سلنه خلک هیله لري چې دغه جګړه ژر پای ته ورسېږي. له ټرمپ څخه د ملاتړ انډول د مارچ په پای کې له څلوېښت سلنې څخه ټيټ شوی چې د ده د ولسمشرۍ په دويم ماموريت کې تر ټولو ټيټ و. له دغې جګړې څخه د جمهوريپال ګوند رايې ورکوونکو د ملاتړ انډول هم په زياته اندازه ټيټ شوی چې د دغه ګوند په منځ کې اختلاف رامنځته شوی.

ټرمپ غواړي بازار ثابت کړي، خو بازار مايوسه دی

ټرمپ وويل، امريکا د هرمز تنګي له لارې د تېلو واردولو اړتيا نه لري او ويې ويل چې له جګړې وروسته به دغه سمندري تنګي بيا خلاصېږي. د کارپوهانو په اند، ټرمپ غواړي په خپله وينا کې د امريکا د اقتصاد لپاره د هرمز تنګي ارزښتونه ضعيف کړي، څو د انرژيو کمولو، د انفلاسيون د سختوالي او د اقتصاد د ناثابتوالي په اړه د خلکو اندېښنې کمې کړي.

اوسمهال، په هرمز تنګي کې د بېړيو لېږد رالېږد په اوږده موده کې ځنډول شوی چې له امله يې د ټولې نړۍ د انرژيو بيې لوړې شوې او د امريکا د ونډو بازار تزلزل پیدا کړی دی. د جګړې د پراخېدو له امله پانګوونکي تشويش لري چې اقتصاد به کمزوری شي او د تصديو اصلي لګښتونه به زيات شي.  خبري رسنۍ وايي چې د ټرمپ څرګندونې بازار اغېزمن کوي. هر وخت چې هغه وايي جګړه به ممکن پای ته ورسېږي او د امريکا او ايران تر منځ خبرې اترې پرمختګ لري، د امريکا ونډې به لوړې شي او د تېلو بيې به ټيټې شي.

خو دا ځل د ټرمپ له وينا وروسته د بازار غبرګونونه ضعيف دي چې د تېلو نړيوالې بيې لوړې شوې او د امريکا د ونډو او سهمونو اندازه ټيټه شوه. د اقتصاد پوهانو په اند د ټرمپ په وينا کې د جګړې د ارامولو څرګنده نښه نه شته چې د شخړې د راتلونکې او د انرژيو د برابرولو راتلونکی روښانه نه دي.

Previous Post

غور کې د اوبو رسولو د پنځو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

Next Post

په چین کې د زړو توکو د بدلولو پروګرام چټک شوی؛ د مصرفي توکو پلور ۴۳۳ میلیارد یوانو ته ورسېد

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په چین کې د زړو توکو د بدلولو پروګرام چټک شوی؛ د مصرفي توکو پلور ۴۳۳ میلیارد یوانو ته ورسېد

په چین کې د زړو توکو د بدلولو پروګرام چټک شوی؛ د مصرفي توکو پلور ۴۳۳ میلیارد یوانو ته ورسېد

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان کې پر جرمونو تورنو استرلیايي قومندانانو څخه مډالونه اخیستل شوي

افغانستان کې پر جرمونو تورنو استرلیايي قومندانانو څخه مډالونه اخیستل شوي

سپتمبر 13, 2024
بامیانو کې څه باندې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

بامیانو کې څه باندې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

جنوري 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ