چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ډونالډ ټرمپ: د افغانستان تېره نولس کلنه جګړه بې مانا او مسخره وه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 27, 2020
in افغانستان
0
ډونالډ ټرمپ: د افغانستان تېره نولس کلنه جګړه بې مانا او مسخره وه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا ولسمشر د افغان جګړې په تړاو د خپلو څرګندونو په دوام تازه ویلي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه بې مانا او مسخره وه. ټرمپ پرون د خپلو پلویانو یوې غونډې ته دا خبره کړې او ټینګار یې کړی چې ژر به له افغانستان خپل سرتېري وباسي. ټرمپ همدا راز ویلي چې دغه جګړه د تېرو حکومتونو د تېروتنې له امله رامنځ ته شوې او اوسنی سیال یې جو بایډن هم پکې ښکېل دی. هغه زیاته کړې چې تېرو حکومتونو د تېروتنو د پټولو لپاره نورې تېروتنې هم کړې دي چې دی یې نه تکراروي.

د امریکا ولسمشر چې په ځلونو یې په افغانستان کې د امریکا پيل کړې جګړه بې مانا بللې، اوس یو ځل بیا ټينګار کړی چې دغه جګړه تشې مسخرې وه. د ده په خبره، د افغانستان جګړې د امریکا لپاره هېڅ ګټه نه لرله، خو هر کال د امریکایانو میلیاردونه ډالر په دغه جګړه لګېدلي دي. د ده په وینا: ((ستاسې پیسې، ستاسې وینې، پوهېږئ ستاسې وینې په افغانستان کې تویې شوې. د بې مانا جګړې لپاره. هغه څه چې تاسې ګټل هغه په افغانستان کې لګول کېدل)).

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

ټرمپ همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه هسې مسخره وه او د واشنګټن لپاره یې هېڅ ګټه نه لرله. د ده په خبره، له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو ته ژمن دی او تر دې دمه یې زرګونه سرتېري ایستلي دي. ټرمپ زیاته کړې: ((پوهېږئ دا مسخره جګړه وه. زموږ لپاره یې هېڅ ګټه نه لرله، خو زموږ سرتېري هلته جنګېدل. دا مسخره وه، اوس خپل سرتېري له دغه بې مانا جګړو وباسم)).

نوموړي د امریکا د تېر حکومت چارواکي هم په کم کارۍ او ناکامۍ تورن کړي دي او په خبره یې، د دوی د تېروتنو له امله زرګونه امریکایان په افغانستان کې وژل شوي او میلیاردونه ډالر لګول شوي دي. ټرمپ یې اوسنی سیال جوبایډن هم د دې تېروتو کسانو له ډلې ګڼلی او په خبره یې، دغه کسان د تېروتنو د پټولو لپاره نورې تېروتنې کوي. د ده په باور: ((دغه کسانو څه کول په خپلو تېروتنو یې سرپوښ اېښود. پوهېږئ سرپوښ څه مانا؟ یعنې په تېروتنو یې خپلې تېروتنې پټولې. زموږ پیسې او وینې یې دومره لرې ځای لګولې)).

ټرمپ تر دې وړاندې هم په ځلونو په افغانستان کې د امریکا جګړه بې مانا بللې او بېړه یې کړې چې څومره ژر وکولی شي له دغه هېواده خپل سرتېري وباسي. بلخوا بیا نړیوالې رسنۍ د افغانستان په اړه د امریکا سیاستونه ناکام او مقطعه‌يي بولي. دې هېل نشریې په تازه خپاره کړي مطلب کې ویلي چې امریکا هېڅ وخت د افغانستان په اړه ثابته تګلاره نه لاره او لنډمهاله پلانونو یې په افغانستان کې جګړې اوږدې کړې. سرچینه کاږي: ((امریکا کله سرتېري ډېر کړي، کله یې کم کړي، کله یې د بشپړو ایستلو ګواښ کړی دی، چې له دې هر څه سره دوی په دغه هېواد کې د جګړې پر ختمولو نه دي بریالي شوي)).

دې هېل نشریه د سولې په اړه هم د امریکا تګلاره ناکامه او له خنډونو ډکه بولي او په خبره یې، ټرمپ یوازې د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره د افغانستان د راتلونکې په اړه هېڅ راز فکر نه دی کړی. سرچینه کاږي چې د طالبانو تګلاره او مفکوره ټولې نړۍ ته معلومه ده، نو پر دغه ډله د امریکا دومره بېړنی باور د حیرانتیا وړ دی. سرچینه وايي، په افغانستان کې د ثبات راوستو او بهرنیو سرتېرو د ایستلو لار دا وه چې په دغه هېواد کې د یوه پیاوړي مرکزي حکومت هر اړخیز ملاتړ شوی وی. سرچینه کاږي: ((په دغه هېواد کې دې پیاوړی حکومت جوړ شي. له فساد سره دې د مبارزې لپاره فشار ورباندې راوستل شي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ دې وشي)).

ټرمپ داسې مهال دغه جګړه بې مانا بولي چې امریکا پوره ۱۹ کاله پر افغانانو ځمکه سور تبخی کړې او له هرې افغان کورنۍ د امریکا پیل کړې جګړه تلفات اخلي. هره ورځ زرګونه افغانان بې کوره کېږي او لا هم د دې هېل نشریې په خبره، د امریکا ناکام پلانونه په افغانستان کې د جګړو د کمېدو سبب نه دي شوي.

Tags: Top
Previous Post

آیا اسلام اروپا نيسي؟

Next Post

کرنې ریاست: په کندهار کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرنې ریاست: په کندهار کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړېږي

کرنې ریاست: په کندهار کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Hellvis Wild Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025
قزاقستان کې د افغان-قزاق نندارتون جویږي

قزاقستان کې د افغان-قزاق نندارتون جویږي

اگست 9, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved