چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ډيجيټلي کډوالي: په امريکا کې د بيان ازادۍ له منافقته د نقاب لرې کول

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 16, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په متحدو ايالتونو کې پر ټيک ټاک د بندیز لګېدو تر اندېښنو وروسته د يادې شبکې ګڼو کارنو چيني اپ (شياوهونګشو) ته چې کوچنی سور کتاب یې هم بولي مخه کړې ده. دغه غير متوقعه کډوالي نه يوازې په نړيوالو ډيجيټلي پلټفارمونو کې د تحرکاتو بدلون ښيي بلکې په متحدو ايالتونو کې د ټکنالوژۍ او بيان د ازادۍ سياسي پېچلتيا هم را برسېره کوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په متحدو ايالتونو کې د ټيک ټاک د بندولو مسئله د دغه هېواد له ملي امنيت سره تړل کيږي. د ټيک ټاک منتقدين وايي چې د دې شبکې مالک يا بايټ ډانس چيني کمپنۍ ښايي د چين حکومت ته اجازه ورکړي چې د ټيک ټاک د امريکايي کارنو شخصي معلوماتو ته لاسرسي ومومي. د جو بايډن حکومت په ۲۰۲۳م کال کې په دې اړه يو الټيماټم صادر کړ چې ټيک ټاک دې یا پر امريکايانو وپلورل شي او يا به په متحدو ايالتونو کې له بندیزونو سره مخ شي.

دا وضعيت هغه مهال لا پسې وران شو چې د متحدو ايالتونو سترې محکمې د بنديز شونتيا تاييد کړه او د ټيک ټاک ۱.۷ ميليونه کارن له بې باورۍ سره مخ شول. ګڼ شمېر کارنو د ټيک ټاک د بديل لټون پيل کړ، خو د دې پر ځای چې لويديځوالو پلټفارمونو لکه د انسټاګرام او يوټيوب ريلونو ته مخه کړي، چيني شياوهونګشو ته یې مخه کړې ده.

د ټيک ټاک امريکايي کارنو ځانونو ته د ټيک ټاک د کډوالو نوم ورکړی او شياوهونګشو ته یې لا ډير خلاقيت وروړی دی. له همدې کبله دغه چيني اپ په وروستيو کې د اپل سټور د غوره اپونو په نوملړ کې راغلی دی.

پر ټيک ټاک د بنديز لګول اصلاً يو سیاسي شطرنج دی. متحد ايالتونه غواړي چې په دې توګه خپل ډيجيټلي حاکميت خوندي کړي او د چين د ټکنالوژيکي پرمختګ مخه ډپ کړي. ښکاري چې د دې محاسبې پايلې د اټکل خلاف دي او شياوهونګشو ته د امريکايي وګړو پراخ ورتګ ثابته کړه چې کلتوري او ډيجيټلي ښکېلتيا تر سياسي پولو اوړي او مخنيوی یې ناشونی دی.

پر ټيک ټاک د بندیز لګولو د بيان د ازادۍ په برخه کې د متحدو ايالتونو ادعا هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده. که څه هم دغه بندیز د ملي امنيت د خونديتابه د يوې هڅې په توګه توجيه کيږي، خو منتقدين یې بیا د امريکا د ډيجيټلي ملاتړ پالنې هڅه بولي.

د متحدو ايالتونو د اساسي قانون په لومړي ترميم کې د بيان د ازادۍ ملاتړ شوی، خو د دغه هېواد د حکومت له اعمالو ښکاري چې دا اصل په نړيواله کچه د پليتابه وړ نه دی. په داسې حال کې چې پر ټيک ټاک د شخصي معلوماتو د خونديتوب په اړه د شته اندېښنو له کبله بندیز لګول کيږي، پر امريکايي پلټفارمونو لکه فېسبوک او ټوېټر د ورته اندېښنو له کبله ورته مقررات نه پلي کيږي.

دغه ډول توپيري چلند د يوه ژور منافقت څرګنده نښه ده: متحد ايالتونه په نړيواله کچه د بيان ازادي غواړي خو په کور د ننه د بيان د ازادۍ بهرنيو پلټفارمونو ته اجازه نه ورکوي. د ملي امنيت د خونديتابه په پلمه د ټيک ټاک په نښه کول د دې منافقت بېلګه ده.

د ټيک ټاک تر بندولو وروسته متحد ايالتونه د بيان د ازادۍ په برخه کې خپل نړيوال شهرت هم له ګواښ سره مخ کوي. دغه راز به دا اقدام نورو هېوادونو ته هم لاره پرانيزي چې د انټرنېټ د نړيوالې شبکې لا ډير ويش ته مخه کړي.

د ټيک ټاک حماسه د چين ټکنالوژيکي کمپنيو ته د نړيوال کېدو په برخه کې هم د احتياط وړانديز کوي او هم روحيه ورکوي. د بايټ ډانس تجربه په نړيواله کچه له سياسي پلوه حساس چاپېريال کې د چيني کمپنيو د اسيب پذيرۍ څرګندونه کوي؛ خو په ورته مهال په لويديځ کې د شياوهونګشو شهرت بيا د کلتوري ښکېلتيا او د توليداتو د سازګارۍ ځواک ښيي.

پر دې ټولو سربېره، ننګونې لا هم پر ځای پاتې دي. شياوهونګشو بايد د معلوماتو د خونديتوب، د محتوياتو د عصري کولو او د لويديځ له مقرراتو سره د مطابقت په برخه کې شته اندېښنې رفع کړي. دغه اپ باید د ژباړې خدمتونه فعال کړي چې غير چيني کارنو ته یې کارونه اسانه شي. بله دا چې د شياوهونګشو کارن د لا ډيرې تنوع پر لور روان دي نو اړتيا ده چې د پايدارې ودې لپاره یې کلتوري حساسيتونو ته پکې جدي پاملرنه وشي.

Previous Post

پکتیکا کې د ۹ پنځه پوړیزو مارکېټونو د جوړولو چارې پيل شوې

Next Post

د نړيوالو ستونزو هوارول د چین او امريکا همکارۍ ته اړتيا لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د نړيوالو ستونزو هوارول د چین او امريکا همکارۍ ته اړتيا لري

د نړيوالو ستونزو هوارول د چین او امريکا همکارۍ ته اړتيا لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لي چیانګ د نړيوال اقتصادي فورم له رئيس سره وکتل

لي چیانګ د نړيوال اقتصادي فورم له رئيس سره وکتل

جون 27, 2023
کندهار او هلمند کې د ریحان کرکېله زیاته شوې

کندهار او هلمند کې د ریحان کرکېله زیاته شوې

سپتمبر 10, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ