چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ډېری افغانان د جګړو د شدت او کډوالۍ له کبله خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 28, 2021
in افغانستان
0
ډېری افغانان د جګړو د شدت او کډوالۍ له کبله خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره جوخت، د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې جګړې او نښتې شدیدې شوي او زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي. پر کورنیو بې ځایه شویو سربېره، بهرنیو هېوادونو ته هم د افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. ډېری دغه کډوال له سختو او خطرناکو لارو هڅه کوي چې ځانونه د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ورسوي. له دې سره جوخت په بهرنیو او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې پر افغان کډوالو فشارونه ډېر شوي، ترڅو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

تازه د کډوالو نړیوال سازمان وایي، چې د روان میلادي کال له جنوري میاشتې راهیسي تر اوسه پورې تر شپږ نیم لکو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د یاد سازمان په خبره، سږکال له ایران او پاکستان څخه شپږ لکه او ۵۸ زره او ۹۷۵ افغان کډوال خپل هېواد ته راغلي دي. دغه سازمان وایي، له دې ډلې ۶ لکه ۵۲ زره او ۶۰ افغانان له ایران او ۶۹۱۵ له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اټکل له مخې، سږکال د جګړو له امله په کور دننه هم ۲۷۰ زره افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند کوي. دا کډوال داسې مهال راستنېږي، چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې جګړو او تاوتریخوالي هم زور اخیستی دی. زرګونه کډوال د جګړو، بېوزلۍ او وچکالۍ له کبله له لېرې پرتو سیمو څخه د ولایتونو مرکزونو ته راکډه شوي او اوسمهال جدي بشري مرستو ته اړتیا لري.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په ورته مهال د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، دوی هڅه کوي چې دغو کورنیو ته خپلې مرستې ورسوي، خو د یاد وزارت ویاند په خبره، د هېواد روان امنیتي وضعیت ته په کتو، د کډوالو شمېر ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دی او د دوی شته امکانات د دغو کډوالو لپاره بسنه نه کوي. یاد وزارت پر نړیوالې ټولنې هم غږ کوي چې د دغو کډوالو لاسنیوی وکړي او د پېښېدونکي بشري ناورین مخه ونیسي.

له دې سره هممهاله په دې وروستیو کې د افغان کډوالو موضوع د ګڼو لوېدیځو رسنیو پام هم ځان ته را اړولی او ډېری یادې رسنۍ په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو په اړه پرله پسې خبرداری ورکوي. دې چارې په کور دننه افغانان وېرولي او ډېری افغانان په نهیلۍ سره د یوې بدې راتلونکې لپاره شېبې شماري. دغه راز د امریکا په ګډون ځینو بهرنیو هېوادونو هم له افغانستانه د هغو کسانو د ایستلو لړۍ چټکه کړې، چې له دوی سره په تېرو څو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

Tags: Top
Previous Post

سوداګرۍ وزارت: تېر کال؛ د ۷۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي

Next Post

افغانستان باید بهرني سیاست کې ختیځ ته مخه کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
افغانستان باید بهرني سیاست کې ختیځ ته مخه کړي

افغانستان باید بهرني سیاست کې ختیځ ته مخه کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ولسي جرګې غړي: د ولسمشر په ګډون هېڅوک له سولې سره د مخالفت حق نه لري

د ولسي جرګې غړي: د حکومت واګې له غلو سره ده، غله تر طالبانو خطرناک دي

دسمبر 9, 2020
د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

اگست 25, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved