چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ډېری هېوادونه غواړي له چین سره همکارۍ پياوړې کړي

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 23, 2022
in نړیوال خبرونه
0
ډېری هېوادونه غواړي له چین سره همکارۍ پياوړې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د جرمني Die Welt دي ویلټ ورځپاڼې د اکتوبر په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد لومړي وزیر Olaf Scholz  اولاف شولتس په همدې ورځ له خبریال سره په مرکه کې دا تائیده کړې چې هغه به د راتلونکې نومبر په لومړیو کې له سوداګریزو استازو سره یوځای چین ته سفر وکړي. دا به چین ته د ده لومړی سفر وي او هغه به د ۲۰۱۹م کال له نومبر راهیسې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو لومړی مشر وي چې له چین څخه لیدنه کوي.

د جرمني حکومت په دې وروستیو کې د هانبورګ په بندر کې د چیني تصدۍ د پانګونې په اړه د نظر اختلاف لري. اولاف شولتس د نورو ډلو له مخالفت سره سره په ټینګه د چیني تصدۍ له پانګونې سره موافق دی. هغه اوس اعلان کړی چې چین ته به سفر وکړي، ترې ښکاري چې هغه له چین سره د همکارۍ څرګنده او ټینګه اراده لري.

امریکا له خپلو ملګرو څخه غواړي چې له چین سره اړیکې پرې کړي، خو د جرمني لومړي وزیر له دې غوښتنې سره سره له چین سره همکارۍ ته لیوالتیا څرګنده کړه.   بله خوا، ډېر هېوادونه غواړي په هغو سازمانونو کې برخه واخلي چې چین پکې لارښوونکی رول لري.

د مثال په توګه، د برېکس هېوادونه د پرمختیايي هېوادونو د ګټو استازیتوب کوي، او چین پکې لارښوونکی رول لوبوي.

 د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جنوبي افریقا له ولسمشرMatamela Cyril Ramaphosa رامفوسا سره په کتنه کې یو ځل بیا په برېکس هېوادونو کې د ګډون هیله څرګنده کړه. وروسته اندونیزیا هم دغه امید وښود.

پر دې دواړو هېوادونو سربېره، ایران او ارجنټاین د روان کال په پسرلي کې په برېکس هېوادونو کې د ګډون نیت څرګند کړی دی.

د یادولو وړ ده، چې د شانګهای همکارۍ سازمان چې د چین په وړاندیز جوړ شوی، د سږ کال د سپتمبر په ۱۶مه نېټه ۲۲مه سرمشریزه غونډه ترسره کړه او په دغه غونډه کې په یاد سازمان کې د ایران د ګډون د دندو یادښت لاسلیک شو. په عین وخت کې په یاد سازمان کې د بلاروس د ګډون پروسه پيل شوې او د بحرین په شمول پنځه هېوادونه د دغه سازمان د همکاریزو ملګرو په توګه وټاکل شول.

ولې ډېر هېوادونه غواړي له چین سره همکارۍ وکړي؟

د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس تازه پای ته رسېدلی او پکې په تصویب شوي راپور کې پر دې ټينګار شوی، چې چین تل د نړیوالې سولې پر ساتنې ټینګار کړی، د ګډ پرمختګ هڅونکې تګلارې يې غوره کړې او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره يې کوښښونه کړي. چین به په دوامداره توګه د ځاني پرمختګ له لارې نړۍ ته ډېر زیات ګټور فرصتونه برابر کړي او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.

د ملګرو ملتونو جګپوري سلاکار شریف وویل، چې د چین کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې دا په ډاګه شوې چې چین به په نړیواله ټولنه کې څه ډول رول لوبوي او نړۍ ته يې د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ بلنه ورکړې ده.

پر سولې او ګډو ګټو ټینګار کول د چین دایمي دریځ دی. د ډېرو هېوادونو له غبرګونونو ښکاري، چې د چین نظریې او دریځ په پراخه توګه منل شوی، چین ته نږدې کول په نړۍ کې یو نوی تمایل څرګند کړی.

شي جین پينګ چې یو ځل بیا د چین کمونېست ګوند لوی رهبر وټاکل شو، ده د اکتوبر په ۲۳مه نېټه خبریالانو ته وویل، بېلا بېل هېوادونه د ګډې موخې د عملی کولو لپاره ښه ګاونديتوب ساتلی او اغېزمنې همکاری کولای شي او اوږه په اوږه د نړۍ د ښکلې ایندې د جوړولو لپاره کوښښونه کولای شي.

موږ دې ته سترګې په لار یوو.

Previous Post

د زرنج – دلارام لويې لارې د بيارغونې چارې پيل شوې

Next Post

د نړۍ شخصيتونو د چین د کمونېست ګوند ملي کانګرېس تاریخي اهمیت لرونکی وباله

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
د نړۍ شخصيتونو د چین د کمونېست ګوند ملي کانګرېس تاریخي اهمیت لرونکی وباله

د نړۍ شخصيتونو د چین د کمونېست ګوند ملي کانګرېس تاریخي اهمیت لرونکی وباله

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کورنیو چارو وزارت: پل سوخته به نور د روږدو کسانو پټنځای نه وي

کورنیو چارو وزارت: پل سوخته به نور د روږدو کسانو پټنځای نه وي

جنوري 22, 2023
میدان وردګو کې له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

میدان وردګو کې له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

نوومبر 9, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved