سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ډېرېدونکې نا امنۍ او د چارواکو تکراري ژمنې!

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 30, 2020
in تبصرې
0
مبهمه راتلونکې؛ هدفي وژنو وېره او وحشت خپور کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل ښار د امنیتي مسوولیت له سپارلو دوې میاشتې اوړي، خو نه یوازې دا چې په امنیتي وضعیت کې ښکاره بدلون رامنځته نه شو، بلکې د پخوا په پرتله وضعیت نور هم خراب شوی دی. پر کابل سربېره، د هېواد په نورو لویو ښارونو کې هم امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي. د مقناطیسي ماینونو چاودنو، هدفي وژنو، مرګونو جنايي پېښو او وسله والو غلاوو، د کابل په ګډون د ګڼو نورو ښارونو د اوسېدونکو ژوند تریخ کړی دی. چارواکي بیا هم د پخوا په څېر تکراري او فېسبوکي ژمنې کوي، خو وضعیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا پر لور روان دی.

د جنايي پېښو او وسله والو غلاوو د ډېرېدو ترڅنګ، د هېواد په ګوټ ګوټ، آن په ډېرو حساسو او تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې سیمو او ښارونو کې هره ورځ هدفي وژنې کېږي، د مقناطیسي ماینونو چاودنې کېږي، خو حکومت یوازې د روان وضعیت ناندره کوي، هرڅه یې تر یوې اعلاميې خپرولو، غندنې او د وژنو د ارقامو تر اعلان پورې محدود کړي. خو بلخوا د سیاسي مشرانو، قومي مخورو، ژورنالیستانو او د مدني ټولنې د مشرانو وژنې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي. که څه هم د دغو بریدونو او چسپکي ماینونو مسوولیت په ښکاره توګه څوک پر غاړه نه اخلي. حکومت او په تېره بیا د امنیتي ادارو چارواکي دا ډول بریدونه او چاودنې د طالبانو کار بولي، خو طالبانو بیا بیا د حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي. په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د جګړو او نښتو ترڅنګ، د کابل ښار په ګډون په نورو ښارونو کې هدفي وژنو او د چسپکي ماینونو چاودنو خلک اندېښمن کړي، خلک او د ملي شورا غړي، کشفي او امنیتي ادارې د دا ډول پېښو په مخنیوي کې ناکامې بولي. همدا پرون هم مشرانو جرګې د وروستیو مرمزو وژنو او د امنیتي وضعیت د خرابېدو په تړاو د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج د تېرې ورځې غونډې ته وربللي وو. نوموړي وویل چې د وروستیو هدفي بریدونو او ماین چاودنو تر شا طالبان لاس لري او په خبره يې، د دوحې تر هوکړې وروسته طالبانو د مذاکراتو پر مېز د امتیاز تر لاسه کولو لپاره خپلو بریدونو او په ښارونو کې د دولتي کارکوونکو، خبریالانو او مدني فعالانو ترور ته زور ورکړی دی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

خو حقیقت دا دی چې د امنیتي ادارو د مسوولینو دا ډول توجیهات او دلیلونه نور ډېر تکراري او کلیشه شوي دي. خلک نور په دا ډول خبرو باور نه کوي، بلکې د وضعیت د ښه کېدو لپاره له حکومت څخه د کوټلو ګامونو پورته کول غواړي. چارواکي باید نور د تکراري ژمنو، فیسبوکي حکومتولۍ او تشو شعارونو پرځای عملي ګامونه اوچت کړي، د وضعیت د ښه والي لپاره دې منظم پلان او پروګرام جوړ کړي، ټول هغه مفسد چارواکي دې له دندو ګوښه کړي چې د خپل اصلي مسوولیت پرځای پر نورو کارونو بوخت دي. امنیتي ادارې لاهم پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري، دا ادارې دې د سیاسي معاملو له دامونو را ویستل شي او خپلو اصلي مسوولیتونو ته دې متوجه کړل شي. روان وضعیت هېچا ته نور د منلو نه دی، خلک له دې حالت ستړي شوي او د وضعیت د ښه والي لپاره ژمنې نه، بلکې عملي اقدامات غواړي.

Previous Post

حکومتونه څه ډول چلېږي؟

Next Post

امنیتي ادارې: طالبانو په مذاکراتو کې د امتیازاتو لپاره تاوتریخوالی ډېر کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
امنیتي ادارې: طالبانو په مذاکراتو کې د امتیازاتو لپاره تاوتریخوالی ډېر کړی

امنیتي ادارې: طالبانو په مذاکراتو کې د امتیازاتو لپاره تاوتریخوالی ډېر کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د امریکا او چین ولسمشرانو  د خپلمنځي اختلافاتو د حل ژمنه کړې

د امریکا او چین ولسمشرانو د خپلمنځي اختلافاتو د حل ژمنه کړې

نوومبر 15, 2022
د کندهار پېژندنه

د کندهار پېژندنه

جون 15, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved