د کابل یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له کمښت شکایت لري، دوی وايي د برېښنا د پرچاویو د ډېرېدو له امله یې ورځنۍ چارې ټکنۍ شوې دي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې له یوې خوا د اقتصادي ستونزو له امله سون توکي نشي پېرلی او له بلې خوا د برېښنا نشتوالي هم له ستونزو سره مخ کړي دي. بلخوا د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یا یو اېن ډي پي، د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د برېښنا پر کموالي اندېښنه څرګندې کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد په کلیو کې برېښنا ته د خلکو لاسرسی محدود دی. د برېښنا شرکت ویاند بیا د کابل مېشتو لپاره د کافي برېښنا د برابرېدو په تړاو د هڅو له دوامه خبر ورکوي.











