د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر او پهکابل کې د چین سفیر جاو شینګ له مس عینک کان څخه لیدنه کړې. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د MCC شرکت مسوولینو د مس عینک پروژې د پرمختګ او کاري فعالیتونو، د لرغونو اثارو ساتنې د پلان نهایي کېدو، د کمپونو جوړېدو او د لوېدیځ عینک کان د اکتشافي چارو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي. سرچینه زیاتوي، چې لیدنه کې د چینایي شرکت مسوولینو ویلي، چمتو دي چې د پروژې عملي کار پیل کړي، او ډاډ یې ورکړی، چې د پروژې عملي کار پیل سره به لرغونو اثارو ته کوم زیان ونه رسیږې. له بل لوري بیا د اطلاعاتو کلتور وزیر هم د دې پروژې د کار ژر پیل غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې، چې د چټکتیا په برخه کې به یې لازمې همکارۍ وکړي.











