د کابل په بادام باغ کې د کرنې وزارت له لوري د کرنیزو محصولاتو لپاره جوړ شوی څلور ورځنی نندارتون او د بزګر جشن پای ته ورسېد. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولین دغه نندارتون له لاسته راوړنو ډک ګڼي او زیاتوي، په دغه نندارتون کې د خصوصي سکټور تر منځ د همکارۍ څو هوکړې هم لاسلیک شوې دي. د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوالو هم ویلي، چې په دغه نندارتون کې یې یو څه ګټه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده تر راروانې یوې اونۍ د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې لخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ په کابل کې د بېلابېلو کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شي.












