د کاناډا صدراعظم مارک کارني د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د دغه هېواد د پانګونې د لومړۍ سرمشريزې په درشل کې ويلي، هېواد يې د خپل راتلونکي د نيولو هڅه کوي چې دا د اقتصادي جوړښت د بدلون او راتلونکي پرمختيايي لوري په اړه د هېواد يوه نوې موافقه ده.
د کاناډا د پانګونې لومړۍ سرمشريزه چې د سپتمبر په ۱۴مې او ۱۵مې به د دغه هېواد په لومړي لوی ښار تورونتو کې تر سره شي، د دغه هېواد په لويو پروژو کې د پانګونې د راجلبولو ستراتيژيک اقدامات بلل کېږل او موخه يې په راتلونکو ۵ کلونو کې د يو ټريليون کاناډايي ډالرو پانګونې راجلبول دي.














