د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چرګانو محصولاتو د بیې د کنټرول په موخه په افغانستان کې د چرګانو پالنې د ټولنې له چارواکو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د چرګانو پالنې ټولنې د غوښتنې پر اساس او د کرنې وزارت د پرېکړې پر بنسټ افغانستان ته د هغو چرګانو واردات چې وزن يې له دوو کيلو ګرامه ډېر وي او دغه راز د هغو هګيو واردات هم بند شول چې له فريزر پرته افغانستان ته واردېږي. په همدې حال کې د چرګانو دانې، هګۍ او غوښې توليدوونکو څخه هم ژمنه واخيستل شوه، چې تر ۳ مياشتو پورې په بازار کې د چرګانو د دانې ټاکل شوې بيه نه زياتوي او د کرنې وزارت سره د کړې ژمنې پر اساس د چرګانو د غوښې او هګيو بيې هم نه لوړوی.












