سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

کرونا وبا؛ د حکومت بې پروايي که بې کفایتي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 13, 2021
in تبصرې
0
کرونا وبا؛ د حکومت بې پروايي که بې کفایتي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له بده مرغه په هېواد کې د کرونا درېیمه څپه خپره شوې، هره ورځ د خلکو ژوند اخلي او لسګونه کسان په ورځ کې پر دغه ویروس اخته کېږي؛ خو د حکومت کمزوری مدیریت هغه څه دي چې اندېښنې یې ولاړې کړې دي. د عامې روغتیا وزارت سر له پرون یو ځل بیا په هېواد کې ټول تحصیلي او تعلیمي مرکزونه وتړل، د حج او اوقافو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار وکړ، چې په جوماتونو او دیني مدرسو کې باید روغتیایي سپارښتنې مراعات شي او ټول هغه موارد دې عملي کړل شي چې د کرونا وبا په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د پراختیا مخه یې نسي.

له دې ټولو سره افغانان د کرونا وبا له درکه سخت زیانمن شوي دي. د کرونا وبا په لومړۍ څپه کې چې تر دې هومره خطرناکه هم نه وه، نړیوالو له افغانستان سره میلیونونه ډالر مرسته وکړه. مرستندویه موسسو، نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک، امریکا او نورو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو هغه مهال د افغان حکومت لاسنیوی وکړ. تر څنګ یې حکومت هم له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره بودیجه ځانګړې کړه او د روغتیايي مرکزونو پر جوړولو یې لاس پورې کړ. هغه مهال د ټول هېواد په کچه بیا د ولایتونو په کچه، په مرکز کې د وزارتونو په کچه او ان په ولسوالیو کې هم د مرستو د وېش او کرونا وبا د کنټرول لپاره پلاوي، کمېټې او ډلې جوړې کړل شوې. حکومت غوښتل په دې توګه کرونا وبا مدیریت کړي او د پراختیا مخه یې ونیسي؛ خو له هغې څپې هم ډېر کم افغانان خوندي شول. د کرونا وبا په لګښتونو کې هغه مهال د پراخ مالي فساد راپورونه خپاره شول او ان ډېر لوړپوړي چارواکي د فساد ضد بنسټونو له لوري لویې څارنوالۍ ته هم معرفي شول.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

خو اوس څه کیسه ده؟ سره له دې چې د کرونا درېیمه څپه په ټوله نړۍ کې خطرناکه بلل شوې، خو په افغانستان کې یې څوک دومره پروا نه کوي. کرنټین نه مراعات کېږي، د لومړۍ څپې په څېر مالي امکانات نشته دي، نو ځکه ډېر خلک هم پکې ښکېل نه دي، ان ارګ او اړوندې ادارې هم د کرونا پر درېیمه څپه د لومړۍ هغې په څېر غونډې او مجلسونه نه رابولي. خو د هېواد په روغتونونو کې وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. روغتونونه د درملو، بسترونو او اکسیجن له کمښت سره مخ دي، وضعیت ترینګلی دی، هره ورځ زرګونه مشکوکې پېښې ازمویل کېږي، په دې کې سلګونه یې داسې وي چې مثبتې راوځي، د کرونا له امله د مړو شمېر هم ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی، خو روغتیا وزارت یوازې له خلکو د مرستې غوښتنه کوي او وایي چې د دوی سپارښتنې باید عملي کړل شي.

په روغتونونو کې د ناروغانو پایوازان له کمزورو خدماتو، د روغتونو له ناوړه وضعیت او ډېرو نورو ستونزو شکایت کوي. دا هر څه شک پیدا کوي چې ښایي ځينې کړۍ یوازې د فساد لپاره ناستې وي، کوم څه کې چې فساد وي رامخته کېږي، خو چې د فساد زمینه نه وي پټه خوله وي.

حکومت ته پکار ده چې نور دې د خلکو پر ژوند او راتلونکې لوبې نه کوي. کرونا وبا هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي، دا وبا منظم، منطقي، عملي او علمي کنټرول ته اړتیا لري. د حکومت مسوولیت دی چې له پوه او وړ کسانو سره تر سلا مشورو وروسته ستونزې ختمې کړي او د دې نړیوالې وبا د کنټرول لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.

Previous Post

مجروح: د کرونا ویروس له کبله تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوو

Next Post

رشاد د لوړو زده کړو موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
رشاد د لوړو زده کړو موسسه

رشاد د لوړو زده کړو موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Best Free Slot Apps

سپتمبر 8, 2025
انتوني بلینکن: د بندیزونو لرې کولو لپاره باید طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي

انتوني بلینکن: د بندیزونو لرې کولو لپاره باید طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي

سپتمبر 15, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved