د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي د امریکا د ځانګړو عملیاتو ځواکونه به تر ډېرې مودې په افغاستان کې وي. کرېسټوفر مېلر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ده په کابل کې د خپل سفر پر مهال د امریکا ځانګړو ځواکونو له مرکزونو هم لیدنه کړې ده. مېلر ویلي د ځانګړو عملیاتو دغه پوځیان تر ټولو لومړی افغانستان ته راغلي وو نو دوی به وروستي کسان وي چې له افغانستان وځي. هغه ټینګار کړی چې دغه ډله به د ترهګرو، القاعده شبکې او نورو وسله والو پر ضد مبارزه کوي او تر څنګ به یې د افغان ځواکونو روزنې ته هم ادامه ورکوي. مېلر په افغانستان کې د جګړې دوام ستراتيژيکه تېروتنه بللې ده او په خبره یې هیله لري ژر تر ژره دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي او امریکايي ځواکونه وکړی شي خپلو کورونو ته ستانه شي. هغه د افغان ځواکونو ستاینه هم کړې ده او ددوی وړتیاوې یې د ډاډ وړ بللې دي.












