د کندهار ښاروالۍ وايي، د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر په مالي ملاتړ د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۴۰ ښاري پروژو چارې پیل شوې دي. د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د پارکونو، فرعي سړکونو او کوڅو جوړول، د کانالونو او ویالو رغول او نور ښاري فعالیتونه شامل دي. د کندهار ښاروالۍ وايي، د پروژو د پلي کېدو پر مهال به شاوخوا ۷ زرو مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د چارواکو په وینا، د دغو پروژو ۵۰ سلنه بودجه د کارکوونکو د مزدورۍ لپاره ځانګړې شوې ده. ښاریان وايي، د پروژو بشپړېدل به د ښار د ښکلا ترڅنګ د تګ راتګ او نورو ښاري ستونزو په کمولو کې هم مرسته وکړي.













