په کندهار کې د ښه کتاب، ښه ژوند تر عنوان لاندې د مطالعې دودولو په موخه درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس وویل، کومو ټولنو چې پرمختګ کړی، د کتاب ارزښت یې پېژندلی او ټولنې هغه وخت پرمختګ کولای شي، چي د کتاب ارزښت وپېژني، ښه کتاب د ښه ژوند برابرولو سره مرسته کوي. د نوموړي په خبره، دغه نندارتون د ملي نندارتون لپاره پېلامه ده او هڅه یې داده، تر څو په راتلونکي کي ملي نندارتون هم جوړ کړي. ورته مهال د یاد ولایت مرستیال والي وویل، که چېرې کتاب د ټولنې یوه برخه شي، نو ټولنه به مو د فکري یرغل پر وړاندې هم کامیابه وي. هغه د ټولني وګړي وهڅول، چې کتاب د ژوند یوه برخه وګرځوي.












