د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په میوند ولسوالۍ کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په مالي ملاتړ د ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالي پر کلیوالي سړکونو جغل اچول, د ۲۲۵۰ مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول، د درېيو پُلچکونو او درېيو واټرګیټونو جوړولو چارې پیل شوې دي. د یادونې وړ ده چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې زرګونه پراختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.











