تېره ورځ د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند ژوندو هدیره او بابرو سیمه کي پر یوه زرنج او موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنې کړي چې له امله یې شپږ تنه ملکیانو خپل ژوند بایللی دی. بلخوا د کندهار د عامې روغتیا مسوولین وايي، د یادې ولسوالۍ د ناګهان، خالېشک او منارې کلیو څخه شپږ تنه ملکي وګړي د ماین چاودنو له امله په ټپي حالت کي ور وړل شوي دي. امنیتي مسوولین له عامو خلکو غواړي چي د دوی له اجازې پرته خپلو سیمو ته د بېرته ورګرځېدو هڅه ونه کړي، ځکه ګڼ نور ماینونو اوس هم کلیو، کورونو او باغونو کې پاتې دي. ارغنداب ولسوالي پنځه ورځي وړاندي له طالبانو څخه پاکه اعلان شوې، خو د ایښودل شویو ماینونو د شنډولو عملیات اوس هم دوام لري.












