وسله والو طالبانو د کندوز ښار پر څو امنیتي پوستو ډله ییز برید کړی دی. د راپورونو له مخې طالبانو تېره شپه ناوخته د کندوز ښار په ختيځ کې د حاجي ګلستان قبر او اوبو حوض سیمه کې پر امنیتي پوستو ډله ییز برید کړی دی چې لس افغان سرتېري یې وژلي او لس نور یې له ځان سره بېولي دي. امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې جګړو څو ساعته دوام کړی دی او تر نښتو وروسته د افغان ځواکونو یو کوچنی مرکز له وسلو او تجهیزاتو سره د طالبانو لاس ته لوېدلی دی. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی. طالبانو داسې مهال په کندوز ښار کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د هوکړې له مخې دوی باید تاوتریخوالی کم کړی او د سولې خبرې یې چټکې کړې وای.











