سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

کهکشان شرق د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 7, 2021
in پوهنتون
0
کهکشان شرق د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

کهکشان شرق د لوړو زده کړو موسسه چې په هرات ولایت کې موقعیت لري، د بنسټ ډبره یې د ۱۳۹۱ کال په ژمي کې اېښودل شوې ده. د ۱۳۹۲ کال په پسرلي کې یې په رسمي توګه پر فعالیت پیل کړی دی او د خپلې لومړنۍ کانکور ازموینې له لارې یې نوي محصلین جذب کړل. د کهکشان شرق د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال او د اقتصاد پوهنځي استاد، نصیر احمد عادل وایي، کهکشان شرق د لوړو زده کړو موسسه درې پوهنځي لري چې اقتصاد، حقوق او سیاسي علوم او ادبیات پکې شامل دي. د ښاغلي عادل په وینا، اقتصاد پوهنځی یې یو ډېپارټمنټ اقتصاد او مدېریت، حقوق او سیاسي علوم یې دوه ډېپارټمنټونه، قضا او څارنوالي، او اداره او ډيپلوماسي او ادبیاتو پوهنځی یې هم درې ډېپارتمنتونه، ژورنالیزم، انګلیسي ادبیات او دري ادبیات لري.

د کهکشان شرق د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال نصیر احمد عادل وايي، که څه هم د یادې موسسې د نارینه او ښځینه محصلینو کره شمېره نه ده ورته معلومه، خو د ښځینه محصلینو شمېر یې د نارینه وو په پرتله زیات دی، په ځانګړې توګه ادبیاتو پوهنځي کې یې ډېری ښځینه محصلینې پر لوړو زده کړو بوختې دي.

ښاغلي عادل زیاته کړه، کهکشان شرق د لوړو زده کړو موسسه تر دې دمه د ماسټرۍ پروګرام نه لري، خو تمه لري چې په نږدې راتلونکي کې د تضمین کیفیت پروسې له بشپړولو وروسته به خپلو محصلینو ته د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړي.

ښاغلی نصیر احمد عادل وایي، که څه هم کهکشان د لوړو زده کړو موسسې له خپل هر پوهنځي څخه په مختلفو دورو کې محصلین فارغ کړي دي، خو په ټوله کې یادې موسسې تر دې دمه څوارلس دورې محصلین فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

ښاغلی عادل همدا راز وایي، دا چې په هرات ښار کې د لوړو زده کړو ډېرې نورې موسسې او پوهنتونونه هم فعالیت کوي، نو د کهکشان د لوړو زده کړو موسسې د نوو جذب کېدونکو محصلینو شمېر هم توپیر کوي، داسې چې په پسرلنۍ دوره کې د نوو جذب کېدونکو محصلینو شمېر له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې او په خزاني دوره کې یې شمېر له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې رسېږي.

د کهکشان د لوړو زده کړو موسسې علمي معاون نصیر احمد عادل همدا راز  وايي، دوی د خپلو محصلینو لپاره په مختلفو کچو تخفیف په  پام کې نیولی دی. نوموړی وایي، دوی په هرات ښار کې له ډېرو مدني ټولنو، علمي مرکزونو او خصوصي سکټور سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي او د محصلینو د تخفیف په برخه کې یې له هغوی سره همغږي کړې او د هغوی لخوا هم د تخفیف په برخه کې متقابله مرسته شوې ده. د نوموړي په وینا، دوی د محصلینو مالي او اقتصادي وضعیت ته په کتو په مختلفو سطحو کې تخفیف په پام کې نیولی او کهکشان د لوړو زده کړو موسسه د هرات ښار په کچه تر ټولو لږ فیس اخیستونکې موسسه ده.

ښاغلی عادل وایي، کهکشان د لوړو زده کړو موسسه د ورځې په دوو دورو کې تدریسي بهیر لري، یوه یې سهارنۍ دوره ده چې د سهار له  ۶ تر ۹ بجو پورې او بله یې ماښامنۍ دوره ده چې درسي بهیر یې له ۴ تر ۷ بجو پورې دوام کوي.

ښاغلي نصیر احمد عادل همدا راز وايي، چې کهکشان د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړولو په موخه کتابتون لري چې د خپلو دریو پوهنځیو د اړوند کتابونو سربېره، ډېر نور علمي کتابونه له ځان سره لري څو محصلین وکولای شي خپل د اړتیا وړ مالومات ترې لاسته راوړي او د خپلو اړوندو درسي مضامینو سربېره ډېر نور ګټور کتابونه هم پکې مطالعه کړي. د ښاغلي عادل په وینا، د یادې موسسې کتابتون زرګونه ټوکه کتابونه لري او محصلین یې په پراخه کچه خپل د اړتیا وړ مالومات ترې لاسته راوړي.

د یادې موسسې علمي معاون نصیر احمد عادل همدا راز زیاتوي، د دې لپاره چې د تضمین کیفیت اصل یې لا ډېر په پام کې نیولی وي، هڅه کوي چې دایمي استادان پر دنده وګوماري. نوموړی وایي، که څه هم اوسمهال دوی قراردادي استادان هم لري، خو هڅه کوي چې دایمي استادان مقرر کړي. د ښاغلي عادل په وینا، کهکشان د لوړو زده کړو موسسه په ټوله کې نیمه برخه ښځینه او نیمه برخه نارینه استادان لري چې د دواړو تر منځ یې تعادل په ښه توګه په پام کې نیولی دی.

ښاغلی عادل وایي، کهکشان د لوړو زده کړو موسسه د هرات ولایت پر دولتي پوهنتون سربېره، له ډېرو خصوصي پوهنتونونو لکه غالب پوهنتون، جامي پوهنتون، هریوا پوهنتون، اسیا پوهنتون او داسې نورو سره پراخې علمي اړیکې لري. د نوموړي په وینا، دوی له هېواده د باندې د هندوستان او ایران هېوادونو له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې او تفاهم لیکونه لري چې تمه ده په راتلونکي کې خپل محصلین د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو په موخه یادو پوهنتونونو ته واستوي.

د کهکشان د لوړو زده کړو موسسې علمي معاون ښاغلي نصیر احمد عادل په وینا، دوی له خپل فعالیت راپدېخوا په مختلفو دورو کې خپل محصلین فارغ کړي دي او دوی ته یې په لوړو زده کړو وزارت کې تایید شوي ډیپلومونه او د فراغت سندونه ورکړي دي.

ښاغلی عادل زیاتوي، دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لا لوړاوي په موخه تل هڅه کوي چې متخصص کادرونه پر دندو وګوماري او د محصلینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې کار وکړي، چې په دې برخه کې یې ډېر علمي سمینارونه، ورکشاپونه او داسې نور علمي فعالیتونه پيل کړي دي.

د عادل په وینا، دوی د موسسې د لا پرمختګ او بډاینې په موخه ځینې پلانونه نیولي دي. دی وايي، له دې ډلې یې په پام کې ده څو په راتلونکو کلونو کې د تضمین کیفیت له مرحلو تېر شي او موسسه یې د پوهنتون کچې ته ارتقاع وکړي، محصلینو او استادانو ته د ماسټرۍ پروګرام برابر کړي او له دې لارې د ټولنې په پرمختګ او ټولنې ته د خدمت په موخه د علمي کادرونو د وړاندې کولو په برخه کې ونډه واخلي.

د کهکشان د لوړو زده کړو موسسې علمي معاون وايي، د یادې موسسې په ګډون د لوړو زده کړو ټول خصوصي او دولتي بنسټونه ځینې ستونزې لري چې باید د دولت او لوړو زده کړو وزارت له لوري ځانګړې پاملرنه ورته وشي. ښاغلی عادل وایي، له دولت څخه غواړي چې د خصوصي پوهنتونونو د مالیاتي تعرفو، د جوازونو د تمدید او مالي مرستو په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي. همدارنګه له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کوي چې له علمي بنسټونو په ځانګړې توګه له خصوصي پوهنتونونو سره د پوهنځیو د جواز اخیستلو، د ډېپارټمنټونو د زیاتوالي د اجازې، تحصیلي اسنادو او داسې نورو برخو کې د پام وړ مرستې وکړي او غوښتنو ته یې پر وخت رسیدګي وشي.

Previous Post

طالبانو او افغان حکومت یو بل ته د خونړیو بریدونو خبرداری ورکړی

Next Post

کرنې وزارت: په هېواد کې د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
کرنې وزارت: په هېواد کې د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي

کرنې وزارت: په هېواد کې د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

‏‏ جي شنکر: نړيواله ټولنه د افغانستان حالاتو ته ډېره پاملرنه نه کوي

‏‏ جي شنکر: نړيواله ټولنه د افغانستان حالاتو ته ډېره پاملرنه نه کوي

نوومبر 9, 2022
د بادام باغ-باغ بالا سړک جوړولو چارې ۸۲ سلنه بشپړې شوې

د بادام باغ-باغ بالا سړک جوړولو چارې ۸۲ سلنه بشپړې شوې

جنوري 30, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved