سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

کورونا؛ لویه ازموینه او ستره بریا

لیکنه: جاوید کوټوال

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 11, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
کورونا؛  لویه ازموینه او ستره بریا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کورونا د نوي ډول ویروس اوازه د تېر میلادي کال په وروستیو کې د چین له ووهان ښاره خپره شوه. تر یوڅه وخته یاده ناروغي معمولي و انګېرل شوه، خو چې له یوه انسان نه بل ته یې د انتقال لارې ساده او اسانه وه، په خلکو او چین حکومت کې یې وېره پیدا کړه. همدا لاملونه وو چې په لومړیو ورځو کې یې په بې ساري ډول خلک ناروغان کړل او له چین ووته. جاپان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم یې سرایت وکړ.

د کورونا چټکه خپرېدنه د لوېدیځو هېوادونو په مطبوعاتو کې د سر موضوع شوه، چې د نوموړي ویروس وېره یې نړیواله کړه. همدا وو چې ځینو هېوادونو د خپلو اتباعو د مصؤنیت په موخه له ووهان او چین څخه خپل اتباع وایستل. ځینو لا دا هم وکړل چې خپلې هوایي لارې یې چین ته بندې کړې.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

شاوخوا یوه نیمه میاشت چین او کورونا د نړیوالو د توجه په محراق کې وو او همدا راز په نورو هېوادونو کې د دغه ویروس د پیدا کېدو نوي خپرېدل او په اړه یې شکمنېدل هم په رسنیو کې غوره سوژې وې.

دا چې ویروس د کورونا نوی ډول و، نو فکر کېده چې په چین غوندې لوی او پُر نفوسه هېواد کې به ډېر خلک ناروغ او له منځه یوسي او دا اندېښنې د فبرورۍ په پیل کې هغه وخت اوج ته ورسېدې کله چې د یادې میاشتې په لومړیو کې د ناروغانو ورځنی شمېر زرګونو ته ورسېد.

دا موده د چین لپاره د ازمېښت تر ټولو سخته هغه وه. ټول سیال او ملګري هېوادونه یې وړتیا ته متوجه وو. دا چې ویروس د چین له محدودې ووت، نو په اړه یې څرګندونې هم څه بدلې او نا محدودې شوې. د فبرورۍ له دویمې لسیزې وروسته، نړیوال خبرونه او غبرګونونه د چین په اړه بدل شول او داسې وویل شول چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې باید د چین له تجاربو ګټه واخیستل شي.

د مارچ په لومړیو او تر اوسمهاله د کورونا په اړه د خبرونو سناریو تقریباً ټوله بدله شوه، ځکه دغه ویروس په ځینو هېوادونو لکه اېټالیا، ایران، جنوبي کوریا او جاپان کې په بې ساري ډول خپور شو.

د راپورونو له مخې، تر اوسمهاله په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۰۷۲ کسان د دې ویروس له امله وژل شوي. له دې ډلې ۳۱۳۶ په چین (۳،۸۸٪ د ټولو ناروغانو)، ۴۶۳ په اېټالیا (۵،۰۵٪ د ټولو ناروغانو)، ۲۹۱ په ایران (۳،۶۱٪ د ټولو ناروغانو)، ۵۴ په جنوبي کوریا (۰.۱۳٪ د ټولو ناروغانو) او ۱۶ په جاپان  (۱،۳۲٪ د ټولو ناروغانو) کې مړه شوي دي.

په پورته ارقامو کې تر ننه ۸۰۹۲۴ کسان په چین کې د نوي کورونا ویروس له امله ناروغان شوي، چې له ډلې یې ۵۹۹۸۲ کسان روغ شوي دي. دا شمېره اوسمهال د فیصدۍ له مخې په نړۍ کې تر ټولو نورو هغو هېوادونو چې ناروغان پکې زیات دي، د پام وړ ډېره ده.

دغه پرمختګ ته په کتو چې په چین کې د نوي کورونا ویروس ۷۴٪ مریضان روغ شوي، د دغه هېواد چارواکي او د کارخونو مسوولین ډېر خوښ دي، تر دې چې تېره ورځ د نوموړي هېواد ولسمشر هغه سیمې (ووهان) ته چې د کورونا ویروس د پیدا کېدو اصلي سیمه بلل کیږي، سفر وکړ او د کورونا ويروس د وقايې او کنټرول او د خلکو د ژوند د تامين په اړه یې معلومات تر لاسه کړل. له هغوی یې مننه وکړه او لا یې وهڅول. د ښاغلي شي سفر په چینایي رسنیو او خلکو کې دا انګېزه پیدا او پیاوړې کړه چې یاد هېواد د نوي کورونا ویروس پر وړاندې بریا خپله کړې ده او خلک به ډېر ژر وکولای شي چې خپل عادي ژوند پیل کړي.

موږ له چین څه زده کړو؟

لکه چې پورته مو یادونه وکړه، په لومړیو کې داسې انګېرل کېده چې د نوي کورونا ویروس به د چین پُر نفوسه هېواد ډېر زیات وځپي، ځکه په اړه یې پوهای ډېر کم و او دغه راز د درملنې لپاره واکسین یا کوم بل درمل نه و؛ خو دا چې د هېواد په کچه انسجام او د ناروغۍ پر وړاندې ملي غبرګون وښودل شو، همدا وو چې په دومره لنډه موده کې یې مخه ونیول شوه.

دا چې موږ افغانان هم له دغې ناوړه پدیدې سره مخ یو، نو د چین د خلکو کار موږ ته یوه ښه نمونه ده. موږ ته هم ډېره اړینه ده چې د هغوی په شان له استقامت او متانت څخه کار واخلو او د دغه ملي مسئلې پر وړاندې د دوی په شان ودرېږو او د اړتیا په صورت کې یې د تجربو او همکاریو غوښتنه وکړو.

Previous Post

د امریکا پر کړنو او پلانونو نیوکې؛ حامد کرزی: امریکا په افغانستان کې د پیاوړي حکومت د جوړېدو مخه نیولې ده

Next Post

د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين تجربې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين تجربې

د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين تجربې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

جوزپ بورل: د نړۍ قدرتونه او ایران هوکړې ته نږدې شوي دي

جوزپ بورل: د نړۍ قدرتونه او ایران هوکړې ته نږدې شوي دي

مارچ 26, 2022
کندز کې؛ پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو درې ماشومان وژلي

کندز کې؛ پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو درې ماشومان وژلي

اگست 20, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved