سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

کیمیايي عنصرونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 7, 2021
in کتاب
0
کیمیايي عنصرونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ډېری پوهان داسې گڼي چې په ژوندي اورگانېزم کې نه یوازې ټول کيميايي عنصـرونه شته، بلکې هر يو يې ټاکلې بيولوژيکي دنده سرته رسوي. څېړنو دا مالومه کړې چې ۳۰ کيميايي عنصـرونه د انسان په بدن کې ارزښتناک رول لوبوي او انسان نه شي کولای چې د دوی له شتون پرته په نورمال حالت سره ژوند وکړي. دا عنصـرونه د انسان د ژوند لپاره حتمي او اړين گڼل کيږي. پر دې سربېره، داسې عنصـرونه هم شته چې په ډېره لږه کچه د انسان په بدن کې شته او په لږه کچه د انسان پر بدن زهري اغېز نه لري، خو که چيرې يې کچه زياته شي، نو بيا د انسان د بدن لپاره په زهرو بدليږي.

د ځمکې پر سر ټول ژوندي اورگانېزمونه د انسان په گډون له چاپېريال سره ټينگې اړیکې لري. دغه ژوندي اورګانېزمونه په بدن کې د پرله‌پسې بدلون او ميتابولېزم غوښتونکي دي. له خوراک‌توکيو او د څښاک له اوبو سره يو ځای د انسان بدن ته نږدې ټول کيميايي عنصـرونه ننوځي. د دوی يوه کچه په بدن کې پاتې کیږي او د ځینو يې یوه کچه ښايي چې له بدنه ووځي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

د دې کتاب «کيميايي عنصـرونه د انسان په بدن کې» د ليکنې موخه دا ده چې زموږ لوستونکي په تېره بیا زده کوونکي، د طب او ځینو نورو پوهنځیو محصلین او استادان په دې برخه کې لږ تر لږه یو ټوليز- پوهنيز او مالوماتي انځور ولري. په دې اثر کې ټول راوړل شوي ارقام د انسان د بدن د ۷۰ کيلوگرامه وزن په شمېر څېړل شوي او بيان شوي دي.

د دې کتاب په وروستۍ برخه کې د ځينو نومونو پېژندونه (تعريفونه) وړاندې شوي چې کولای شي د کتاب د لوست او د توکيو د زده کړې پر مهال له لوستونکيو سره مرسته وکړي.

د انسان په بدن کې کېدای شي چې ټول کيميايي عنصـرونه وموندل شي، ان تر سرو زرو پورې هم او همدا راز په خواشينۍ سره د راډيو اکټيويټي تجزیې عنصـرونه هم پکې شته. له ۹۴ هغو کيميايي عنصـرونو څخه چې په طبیعت کې موندل کيږي، ۸۱ يې د انسان په اورگانېزم کې موندل شوي دي. بې له دغو عنصـرونو موږ نه شو کولای ژوند وکړو. که چيرې دا عنصـرونه زموږ په بدن کې تر ټاکلې او اړينې کچې (اندازې، مقدار) لږ وي، نو موږ ځان ښه نه احساسوو او ان ناجوړه کېږو، خو که چيرې تر ټاکلې کچې ډېر هم شي، موږ به ځان ښه احساس نه کړو.

د انسان په اورگانېزم کې ټول کيميايي عنصـرونه په دوو گروپونو وېشل کیږي چې هغه ماکروعنصـرونه (macronutrients) او میکروعنصـرونه (minerals) يا مينرالونه دي.

د ماکرو عنصـرونو په شمېر کې هغه کيميايي عنصـرونه راځي چې په بدن کې يې کچه تر ۰۰۱,۰ سلنه زياته ده، لکه اکسجن، کاربن، هایدروجن (۵,۱۰ سلنه)، اوسپنه، پوتاشیم (۲۷,۰ سلنه)، کلسیم (۴,۱ سلنه)، مگنيزیم (۰۴,۰ سلنه)، سوډيم (۲۶,۰ سلنه)، نايتروجن، سلفر، فاسفورس او کلورین. دا څلور عنصـرونه لکه کاربن، هايدروجن، اکسجن او نايتروجن هغه ارزښتناک او ډېر مهم کيميايي عنصـرونه دي چې کله کله يې «د کيميا نهنگانو»، او «د ژوند عنصـرونو» په نامه هم يادوي. د دغو ۱۲ عنصـرونو له اتومونو څخه نه يوازې ژوندي پروټينونه جوړ دي، بلکې زموږ شاوخوا ټول طبیعت هم ترې جوړ دی.

پردې سربېره، په ټولو اورگانېزمونو کې د درنو فلزونو لږه اندازه هم شته او دا ۱۵ کيميايي عنصـرونه دي لکه اوسپنه، ايوډین، مس، جست، کوبالټ، کروميم، موليبډينيم، واناډیم، سيلینيم، منگانيز، ارسينيک، سيليکون، او ليتيم. دا عنصـرونه د ژوند لپاره ډېر اړین بلل شوي او منل شوي دي.

مینه‌وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

په ماشومانو کې د سر او ملا دردونو لامل څه دی؟

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین او پاکستان به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې زیات کوښښونه وکړي

چین او پاکستان به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې زیات کوښښونه وکړي

جنوري 6, 2026
پکتیکا کې ۳۴۲ لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې شوې

پکتیکا کې ۳۴۲ لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې شوې

فبروري 19, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved