د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره جوړ شوی نړیوال چوکاټ هم اغېزناک نه دی او بايد بدلون ومومي. د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو گوتریش تېره ورځ د ښځو په اړه د دغه سازمان په ۶۷م کمېسیون کې ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه بې برخې دي. هغه ویلي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د ښځو چارو مشرې په دې وروستیو کې د چارواکو لپاره له څرګند پیغام سره افغانستان ته سفر وکړ. د نوموړي په وینا، د نړۍ د ښځو او نجونو لپاره جوړ شوی نړیوال چوکاټ اغیزناک نه دی او باید بدلون ومومي. د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د کوتریش د یادو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې د ا.ا ویاند ویلي و چې په اسلامي ټولنه کې د ښځینه وو حقوق هېڅ نه دي ضايع شوي او ټولو حقوقو ته يې رسيده کي شوې ده.












