د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په افغانستان کې خپل ماموریت یو کال نور هم غځولی دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي چې یوناما به په افغانستان کې یو کال نور هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. یاد سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ویلي، د سولې هڅو په لړ کې افغانستان کې د یوناما د کارونو دوام له دغه هېواد څخه د ملګرو ملتونو د بشپړ ملاتړ مانا لري. نوموړې دغه راز هیله ښودلې، چې دوحه کې روانې خبرې به په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي.












