چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
in افغانستان
0
یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبله کچه ۴۷سلنه زیاته شوې ده.

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ز کال د جنوري له پیل څخه د جون تر پایه پورې ۱۶۵۹ ملکیان د جګړو، هوايي بریدونو او چاودنو له امله وژل شوي او ۳۵۲۴ نور ټپیان شوي دي.

یوناما د ۳۹سلنه ملکي‎ مرګ‌ژوبلې مسوولیت د طالبانو پر غاړه اچولی او ویلي یې دي چې افغان ځواکونه د ۲۳سلنه ملکي مرګ‌ژوبلې مسوول دي. یوناما دغه راز ویلي، چې د دې مرګ‌ژوبلې ۱۶سلنه عاملین د حکومت ضد نور وسله‌وال دي او ۱۱سلنه ملکیانو ته په متقابلو نښتو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده. یادې ادارې د ملکي مرګ‌ژوبلې ۹سلنه د داعش د خراسان ډلې او دوه سلنه یې حکومت پلوه وسله‌والو ډلو ته منسوب کړې ده.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر ویلي: «د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې ملکي تلفات د ریکارډ کچې ته رسېدلي دي. له مې وروسته چې نړیوالو نظامي ځواکونو وتل پیل کړل او د طالبانو په بریدونو سره جګړو زور واخیست، د کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله د وژل شویو او ټپي شویو افغانانو په شمېر کې یوناما چټک زیاتوالی ثبت کړ».

فریزر د جګړو له امله د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، کله چې جګړه ډېر نفوس لرونکو سیمو او ښارونو ته نږدې کېږي، ورسره د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو په تړاو اندېښنې هم زیاتېږي. د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې په وینا، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ښځې او ماشومان د ملکي مرګ‌ژوبلې نږدې نیمايي برخه جوړوي. د نوموړې په خبره: «د ځمکنیو جګړو پر مهال د دوی مرګ‌ژوبله بېخي ډېره وه، په ځانګړي ډول کله چې ډېرو په خپلو کورونو کې د پټېدو فکر کړی د هاوانونو او توپونود مرمیو له کبله وژل شوي او ټپیان شوي دي، دوی د ځمکنیو نښتو پرمهال د ملکي مرګ‌ژوبلې دوه پر درېیمه برخه جوړوي».

په ورته مهال افغان حکومت بیا د امنیتي ځواکونو له خوا په عملیاتو کې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې په تړاو د یوناما راپور رد کړ. ‎د امنیتي ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري ‎تېره ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل: «موږ په خپلو ټولو عملیاتو کې لومړنی فکتور چې په پام کې نیسو، د ملکیانو د مرګ‌ژوبلی مخنیوی دی».

د هغه په وینا، ځواکونو د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې او د عامه تاسیساتو د تخریب د مخنیوي لپاره په یو شمېر سیمو کې خپل یرغلیز او دفاعي عملیات په ورو مخ ته وړي دي.

بلخوا طالبانو هم د یوناما راپور یو طرفه او له حقیقته لرې بللی دی. د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې طالبانو په هېڅ ځای کې په قصدي ډول ملکیان نه دي په نښه کړي. یوناما دغه راز‎ ویلي چې په دې موده کې څه باندې ۲۰۰زره افغانان د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

یوناما داسې مهال د ملکي مرګ ژوبلې د ډېرېدو خبره کوي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت، جګړو او نښتو زور اخیستی او هره ورځ پکې پر ښکېلو خواوو سربېره، ګڼو ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

Tags: Top
Previous Post

په خوب کې د زده کړې حیرانوونکې تګلاره

Next Post

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې عاملین څوک دي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه
افغانستان

اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو
افغانستان

د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
ولې دواړه لوري پر جګړه تمرکز کوي؟

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې عاملین څوک دي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي د السلوادور د ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون وکړ

جون 3, 2024
د امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې پلاوی پاکستان ته ځي

د امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې پلاوی پاکستان ته ځي

مارچ 5, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved