سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې عاملین څوک دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
in تبصرې
0
ولې دواړه لوري پر جګړه تمرکز کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) وايي چې د روان کال شپږو میاشتو ملکي مرګ‌ژوبله بې سارې ده. یوناما په خپل رپوټ کې ویلي چې که د روان کال د شپږو میاشتو مرګ‌ژوبله د تېر کال له لومړیو شپږو میاشتو سره پرتله کړو، نو ۴۷ سلنه زیاتوالی پکې وینو. د یوناما په وینا چې په دې موده کې ۵۱۸۳ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان دي. داسې وېرده چې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله به لا زیاته شي، ځکه چې جګړه د ډېرو ښارونو ځنډو ته را رسېدلې ده او دلته بیا د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه لا زیات وي.

د ملکي وګړو دا زیاتېدونکې مرګ‌ژوبله ښيي چې افغانستان په واقعي مانا له یوې کورنۍ جګړې سره مخ دی. که همدا تر پنځو زرو زیات ملکيان او که د جګړې دواړو اړخونو ته جنګیالي، ټول افغانان دي. اوس که د جګړې ښکېل لوري ورته د اسلامي نظام د جوړولو لپاره جګړه وايي او که د جمهوریت د بقا جګړه، خو په واقعیت کې دا یوه کورنۍ جګړه ده چې په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدلی. یوناما یوازې د ځاني زیانو رسمي شمېرې خپرې کړې، خو واقعي مرګ‌ژوبله تر دې زیاته ده. له بله اړخه په دې جګړه کې افغانانو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي. ملي شتمنیو او عامه تاسیساتو ته زیان اوښتی. سړګونه، پلونه، پلچکونه، روغتونونه، ښوونځي او نور مراکز نړول شوي دي. د دې تر څنګ د خلکو کورونه، دوکانونه، فابریکې او نور کارځایونه نړول شوي دي. همدا اوس د روانې جګړې له امله په کابل او نورو ښارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي. په ځینو ښارونو کې د اوړو او غوړیو کمښت دی، په کابل او ډېرو ولایتونو کې د سون توکو بیې لوړې شوې دي. همدا پرون په کابل کې د یو لېټر پېټرولو بیه ۶۵ افغانۍ وه چې دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې دومره لوړېږي. روان حالت له هره اړخه افغانانو ته زیان اړوي او که حالت همداسې دوام کوي، افغانان به لا زیات زیانمن شي، بې کوره او بې ځایه به شي، ګاونډیو هېوادونو ته به ولاړ شي او څوک چې لږ هم امکانات لري، په نورو هېوادونو کې به د پناه اخیستو او هلته د پاتې کېدو هڅه وکړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

ښکېل لوري د دې زیانونو له مسوولیت څخه ځانونه نه شي ژغورلی. دوی به دا رد کړي، ادعاوې به وکړي، تبلیغات به وکړي، یو بل به تورن کړي او خپل ځان به سپین وښيي، خو هېڅکله له مسوولیت څخه ځان نه شي ژغورلی. دوی د روانې جګړې عاملین دي، دوی د ۵۱۸۳ ملکیانو د مرګ‌ژوبلې او د تر هغو د وړاندې او روانو مرګ‌ژوبلو لاملین دي. هېڅ لوری هم له دې مرګ‌ژوبلو ځان نه شي خلاصولی او یو وخت به خلک ورسره حساب کتاب کوي او که دا هم و نه شي، دوی د خدای پر وړاندې مسوول دي او حتمي به ورسره حساب کوي. له همدې امله دواړو لورو ته پکار ده چې پر ولس رحم وکړي، دا جګړه نوره ودروي، د سولې جدي خبرې وکړي، ژر پر یو انتقالي حکومت توافق وکړي او پرېږدي چې دا ځورېدلی ولس لږ د ارام ساه واخلي.

Previous Post

یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې ده

Next Post

د دلمه مرچو روغتیایي ګټې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د دلمه مرچو روغتیایي ګټې

د دلمه مرچو روغتیایي ګټې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حامد کرزي: ملي سوداګر دې د خپلو وګړو لاسنیوی وکړي

حامد کرزي: ملي سوداګر دې د خپلو وګړو لاسنیوی وکړي

اگست 22, 2022
په افغانستان کې د کرونا ویروس د لا پراختیا وېره شته ده

په افغانستان کې د کرونا ویروس د لا پراختیا وېره شته ده

جولای 4, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved