د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې « یونیسف» ویلي چې روان میلادي کال ۱۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې مرستو ته اړتیا لري. یونیسف نن په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی چې اوسېدونکي یې بشرپاله مرستو ته اړمن دي. په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي ۲۲ میلیونه او ۹۰۰زره کسان روان ۲۰۲۵کال مرستو ته اړتیا لري. یونیسف زیاته کړه چې د پنځو کلونو څخه کم عمرلرونکي ۸ میلیونه ۵۷ زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري. په راپور کې دا هم ویل شوي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په لویه کچه راستنېدو په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې کړې دي.












