د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له ناورین سره د چمتوالي او له اقلیم سره د مبارزې په برخه کې د پانګونې د زیاتوالي غوښتنه کوي. د دغه سازمان په خبره، وروستي سېلابونه په راتلونکي کې د اقلیمي بدلون د زیانونو جدي خبرداری ورکوي. د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د بیړني او دوامداره ګواښ په اړه یو راپور خپور کړی. یونیسف په دغه راپور کې لیکلي؛ چې په افغانسان کې لسګونه زره ماشومان د ورستیو سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي. د راپور له مخې ډیری ماشومان په شمالي ولایتونو کې او په ځانګړي توګه بغلان، بدخشان او غور کې اغیزمن شوي. په راپور کې ویل شوي، چې د وروستیو سېلابونو له امله د لسګونو ماشومانو په ګډون نږدې ۳۵۰ تنه مړه شوي، ۷۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او تر ۵۰۰۰ ډيرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.












