د متحده عربي اماراتو د HHM Global Industry Group شرکت په افغانستان کې د سالنګ دویم تونل او د درملو د تولیدي فابریکې جوړولو په برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې په افغانستان کې د دغه اماراتي شرکت د احتمالي پانګونې موضوع څېړل شوې ده.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د یاد شرکت له پانګونې لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اړوند وزارتونه او ادارې چمتو دي څو په دې برخه کې له شرکت سره لازمې همکارۍ وکړي.
په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د شرکت له مسوولینو غوښتنه شوې چې د سالنګ دویم تونل، د درملو د تولیدي فابریکې او نورو برخو کې د پانګونې لپاره خپلې طرحې چمتو او د لا زیاتو بحثونو او ارزونې لپاره یې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
د چارواکو په باور، په زیربناوو او د درملو د تولید په څېر برخو کې د بهرنیو شرکتونو پانګونه کولای شي د افغانستان د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د هېواد د تولیدي ظرفیت د لوړولو لپاره مهم فرصتونه برابر کړي.













