رویترز راپور ورکړی چې په منځني ختیځ کې د جګړې د شدت له زیاتېدو سره، امریکا پنځه هغه نفتوړونکي ټانکرونه له منځه وړي چې د ایران خام نفت یې لېږدول.
د راپور له مخې، ایران هم په بالستیک توغندیو سره په اردن کې د امریکا پر یوې اډې برید کړی دی.
په ورته مهال، د یمن حوثیانو د سعودي عربستان په جنوبي برخو کې پر څو ښارونو او د نفتو پر تاسیساتو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.
اردن ویلي چې ایران پر دغه هېواد ۲۰ توغندي توغولي وو، چې له ډلې یې ۱۸ توغندي د اردني دفاعي سیستمونو له خوا شنډ شوي دي. د اردن د چارواکو په وینا، په دې برید کې مرګژوبله نه ده اوښتې.
د دغو بریدونو او پوځي اقداماتو له زیاتېدو سره، په منځني ختیځ کې د جګړې لمن د پراخېدو اندېښنې هم زیاته شوې ده.













