د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، له یو فرانسوي پانګه وال سره وکتل. د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، فرانسوي پانګه وال، په افغانستان کې پر سراسري امنیت خوښي ښودلې او د زمردو کانونو په برخه کې یې پر پانګونې سربېره، د لابراتوارونو جوړولو غوښتنه هم کړې ده. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ، په افغانستان کې د یاد پانګه وال د پانګونې هرکلی کړی او په یاده برخه کې یې ورسره د لازمو همکاریو ژمنه کړې ده.












