چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

یو ځل بیا د حکومت سرې کرښې ماتېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 27, 2020
in تبصرې
0
په سوله کې شته بندون باید مات شي!
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي افغانستان، پاکستان، قطر او ځینو نورو هېوادونو ته تازه سفرونه پیل کړي دي. له دې سره حکومت هغه پنځوس طالب بندیان هم خوشې کړي چې پخوا یې له خوشې کولو انکار کاوه. د دې تر څنګ حکومت ادعا کوي چې ځیني خوشې شوي طالب بندیان جګړې ته ورګرځېدلي، خو طالبان وايي حکومت پر خوشې شوو طالب بندیانو چاپي اچوي، هوايي بریدونه پرې کوي او نیسې یې. دواړه لوري یو د بل تورونه ردوي.

داسې ښکاري چې د خلیلزاد له سفر سره یو ځل بیا د سولې په ټپه درېدلی حالت بدلېږي او ځیني پرمختګونه پکې کېږي. همدا چې خلیلزاد سفر پیل کړ، حکومت دریځ نرم کړ، د بندیانو خوشې کول یې پیل کړل. خلیلزاد هم ویلي چې د بندیانو د خوشې کولو ستونزه به هواروي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره به هڅې کوي. د افغانستان حکومت د شپږو سوو طالب بندیانو د نه خوشې کولو خبره کړې وه چې له دې سره تاوتریخوالی زیات شوی و او د سولې خبرې په ټپه درېدلې وې. اوس چې خلیلزاد را روان دی، ښکاري چې یو ځل بیا د حکومت سرې کرښې ماتې شوي او پاتې طالب بندیان به هم خوشې کړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

دردوونکې دا ده چې حکومت د بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغانانو غږ نه اوري، د سولې لپاره دا کار نه کوي، خو چې کله خلیلزاد را روان شي او فشارونه پیل شي، نو بیا دا کار کوي او سرې کرښې یې ماتې شي. د دغو سرو کرښو او د بندیانو د نه خوشې کولو له امله تاوتریخوالی زیات شو او ګڼ افغانان پکې ووژل شول، اوس چې حکومت خپل دریځ بدلوي او بندیان خوشې کوي، نو هغو کورنیو ته به څه ځواب ولري چې په وروستیو تاوتریخوالو کې یې غړي قرباني شوي دي!؟

د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت دریځ نه ثابت دی او نه هم د افغانستان او افغان ولس په ګټه. له همدې امله دا دریځ باید بدل او ثابت شي. په ارګ کې چارواکي نور باید دا فکر پرېږدي چې دوی د خنډونو په جوړولو سره د سولې پروسه ځنډولی او خپل واک غځولی شي. د دوی تمه جوبایډن ته وه، اوس چې جوبایډن هم وايي، طالبان د افغانستان داخلي ستونزه ده او موږ به هلته خپل ځواکونه ونه ساتو، نو حکومتي مشران باید واقعیتونه ومني. نور د سولې د مخالفت پر ځای د واقعي سولې لپاره کار او هلې ځلې وکړي. حکومتي مشران باید ومني چې هېڅوک حاضر نه دي چې سوله د دوی د واک د دوام قرباني کړي او له دوی سره ودرېږي. چارواکي باید اوس د سولې ملاتړ وکړي، خنډونه لري کړي او ټول هغه کارونه وکړي چې سوله بریالۍ کولی شي. د دوی ټوله هڅه باید اوس دا وي چې څه ډول په سوله کې د افغانانو ګټې زیاتولی او د زیانونو مخه نیولی شي. دوی باید اوس پر همدې تمرکز وکړي او د افغانستان د خلکو په څنګ کې د سولې د بریا او د افغانانو د امن، عزت او سرلوړۍ لپاره کار وکړي. له دې پرته سوله کېدونکې ده او دوی به منزوي او لا بدنام شي.

Previous Post

شتمن کسان ځانګړی جوړښت نه لري

Next Post

نيمروز

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
نيمروز

نيمروز

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بشري ناورین؛ په چین کې د افغانستان په تړاو ناسته جوړېږي

فبروري 26, 2022
اروپايي ټولنه: د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملي کوو چې نه دي منل شوي

اروپايي ټولنه: د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملي کوو چې نه دي منل شوي

فبروري 7, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved