په افغانستان کې د مېشتو الماني ځواکونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په کندوز کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د سلو په شاوخوا کې سرتېري لرل او اوس یې پرېکړه کړې چې دغه سرتېري به له یاد ولایت وباسي. المان وایي چې دوی په مزار شریف ښار کې زر کسه سرتېري لري او د اړتیا پر مهال به له دې سرتېري کندوز ته هم لېږل کېږي. المان داسې مهال دغه پرېکړه کوي چې ټرمپ له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو فرمان صادر کړی دی خو المان ددغه کار مخالفت کړی و او په خبره یې په بېړه له افغانستان د سرتېرو ایستل به سیمې ته خطرونه جوړ کړي.











