د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د خپلې ژمنې خلاف د افغان کډوالو په حق کې لویه بې غورې کړي او د مېشتولو وړ افغانانو یوازې یو سلنه یې د کډوالو په توګه منلي دي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې نوې موندنې ښيي چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته یو میلیون او شپږ سوه زره افغانان کډوال شوي او له دې ډلې ۹۹ سلنه یې پاکستان او ایران ته تللي دي. د “دوه کاله وروسته، لا هم د افغان لپاره خوندي لارې نشته” په نامه دا راپور د افغان کډوالو د اړتیاوو په برخه کې د اروپايي ټولنې له لویې بې غورۍ پرده پورته کوي. آی ار سي وايي که څه هم د افغان کډوالو شمېر نړۍ کې د کډوالو درېیم لوی شمېر دی، خو اروپايي ټولنې په تېر ۲۰۲۲ کال کې له څه باندې ۲۷۰ زره افغان کډوالو له ډلې یوازې ۲۷۱ کډوال مېشت کړي. د ورکړل شویو شمېرو له مخې دا یوازې د مېشتولو وړ افغان کډوالو یوه سلنه برخه ده.











