په اروزګان کې د بادامو یوشمېر بڼوال وايي چې دغه ولایت کې سږکال د وچکالي له کبله د بادامو نیمايي باغونه لهمنځه تللي دي. بڼوال زیاتوي چې د تېرکال په پرتله یې د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او د اوبو نشتون له کبله نږدې نیمايي باغونه لهمنځه تللي چې دوی ته یې مالي زیانونه اړولې دي. بڼوال حمیدالله وايي چې د بادامو باغ به یې تر څلورو خروارو حاصل ورکاوه، خو سږکال دوه خرواره هم نهشي پوره کولای. هغه لامل یې د اوبو کمښت بولي. د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین که څه هم د بڼوالو ستونزې تاییدوي، خو په وینا یې، د بڼوالو ستونزو ته یې رسېدنه کړې او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.












