اروپايي ټولنې ویلي، چې افغانانو ته ۱۱۳ میلیونه یورو بشردوستانه مرسته برابروي، چې په افغانستان او سیمه کې يې بېړنو اړتیاوو ته رسېدنه وشي. دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا مرستې د روغتیايي، خوړو، سرپناه او د ملکیانو د خوندیتابه برخې رانغاړي او همداراز په ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو سره پر مرستو هم متمرکزې دي. اروپايي ټولنې ویلي چې افغانستان د لوږې له کبله د نړۍ تر ټولو بد ناورین سره مخ دی. له بلې خوا، د وروستیو بدلونونو له کبله میلیونونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته تللي دي. دا ټولنه وايي، چې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ایران ته ۱۱ او پاکستان ته ۷ میلیونه یورو لېږي. اروپايي ټولنې ویلي، چې دوه میلیونه یورو هم د دغې ټولنې بشردوستانه هوايي پروازونو ته ځانګړې شوې دې. دغې ټولنې ویلي، چې دا مرستې به د نړیوالو سازمانونو، سره سلیب نړیوالې کمېټې او سرې میاشت ټولنې له لارې کېږي.












