د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې، رافایلا ایوډېس سره په لیدنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري ایستلو نیوکه کړې او دغه عمل یې د ټولو قوانینو پر خلاف بللی دی. له ارګ څخه په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې سیاسي مرستیال له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او زېربناوو د رغولو په برخو کې د مرستو غوښتنه کړې. خبرپاڼه زیاتوي چې رافایلا ایوډېس په دغه لیدنه کې د افغانستان او اروپایي ټولنې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د دغې ټولنې د مرستو له دوامه ډاډ ورکړی دی.












