اروپایي ټولنې په افغانستان کې رواني ستونزو ته د رسېدو او په نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د لس میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی. دې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پیسې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ته سپاري. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافېرې رافایلا اودیس په دې خبرپاڼه کې ویلي، ډېره اړتیا ده چې په افغانستان کې په رواني ستونزو د اخته او روږدو کسانو درملنه وشي او ټولنه کې بیرته عادي ژوند پيل کړي. په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي لو داپینګ هم دغه مرستې مهمې بللې دي. د اروپایي ټولنې د راپور له مخې افغانستان کې نژدې ۴ میلیونه کسان په نشو روږدي دي.











