افغان حکومت په کابل کې پر ښځینه قاضیانو برید په کلکو ټکو غندلی دی. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغان ښځه، ماشوم، عالم او پر هر ملکي افغان برید د افغانستان پر عزت او عظمت برید دی. خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د طالبانو او نورو ترهګرو له لوري پر بې دفاع هېوادوالو بریدونه د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف او د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا دی او دا چاره د سولې په اړه د ولس ملي اجماع زیانمنولی شي. که څه هم طالبان په ورته بریدونو کې لاس لرل ردوي خو خبرپاڼه کې یو ځل بیا له دغې ډلې غوښتنه شوې ده چې ژر تر ژره روان ترور او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او د دایمي اوربند په منلو سره دې د سولې لپاره خپله رښتینې او عملي اراده وښیي.











