سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ارګ هغه تورونه رد کړي چې ګواکي ولسمشر په مذاکراتو کې خنډونه جوړوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 1, 2020
in افغانستان
0
ارګ هغه تورونه رد کړي چې ګواکي ولسمشر په مذاکراتو کې خنډونه جوړوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پر افغان حکومت د سولې په برخه کې د خنډونو جوړولو په تړاو د نیوکو پر دوام، دا ځل نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته خپلو باوري سرچینو ویلي چې ولسمشر غني او ځینې نږدې کسان یې د سولې په برخه کې خنډونه جوړوي. تر دې وړاندې هم ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې د سولې پر تګلاره توافق شوی، خو ولسمشر غني یې مخالفت کوي. له دې سره جوخت د ولسمشر غني ویاند بیا د نیویارک ټایمز دغه راپور بې بنسټه بللی او په خبره یې، ولسمشر د سولې پروسې مبتکر او ملاتړی دی.

سره له دې چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پیل څه باندې دوې میاشتې اوړي، خو لا هم داسې تورونه شته چې ګواکي په حکومت کې ځینې کسان د دغه ځنډ او د سولې په برخه کې د خنډونو جوړېدو لامل دي. تازه امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ویلي چې ولسمشر غني او ډېر نږدې کسان یې د سولې په برخه کې په یو  ډول نه یو ډول خنډونه جوړوي. سرچینې ویلي وو، چې ولسمشر او پلویان یې غواړي په لوی لاس د سولې پروسه وځنډېږي، نو له همدې امله له ځینو مواردو سره مخالفت کوي. دې ورځپاڼې ته سرچینو ویلي وو: ((ولسمشر او نږدې کسان یې ښایي یا د طالبانو د وروستیو تاوتریخوالي او جګړو په ځواب کې او یا هم په دې تمه چې ګواکي جو بایډن به واک ته رسېږي او د ټرمپ پر پرېکړو به خاورې اړوي، په یو ډول نه یو ډول روانو مذاکراتو کې ځنډ راولي)).

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

خو افغان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر دې راپور غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پرون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر غني د سولې د خبرو ملاتړی دی او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د ده په خبره، د نیویارک ټایمز له لوري په دې نامه راپور خپرول چې ګواکي ولسمشر د سولې په لار کې خنډونه جوړوي، ناسم او بې اساسه دی. د صدیقي په وینا: ((ځينې څرګندونې چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په مطلب کې د معلومو او نامعلومو سرچینو له قوله راغلې، د توجیه وړ نه دي او بې اساسه ښکاري)).

د ولسمشر ویاند دغه راز وایي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی، په همدې موخه مذاکراتي پلاوی په دوحه کې دی. هغه وایي، سره له دې چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، تاوتریخوالی یې ډېر کړی، جګړې یې شدیدې کړې، خو بیا هم افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د صدیقي په خبره: ((مذاکرات یوازینۍ لار ده چې افغانستان ته دایمي سوله راولي. ولسمشر تل هڅه کړې چې په دې مذاکراتو کې تحرک رامنځ ته کړي. تل یې د سولې په برخه کې مثبتې هڅې په ښه توګه رهبري کړې دي. ټول هغه خنډونه یې له منځه وړي چې د مذاکراتو د پيل په لار کې موجود وو)).

صدیقي همدا راز پر طالبانو نیوکه کوي او په خبره یې، سره له دې چې افغان حکومت د دوی زرګونه بندیان خوشې کړل، خو بیا هم دې ډلې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او پر ګڼو ښارونو یې خونړي بریدونه کړي دي. صدیقي د سولې د هوکړې په اړه هم ویلي چې د مذاکراتو د کړنلارې پر ۲۱ مادو توافق شوی، خو په مقدمه کې ځینې مسایل دي چې بحث ته اړتیا لري او د دواړو لورو ترمنځ د بحث او خبرو په پایله کې به دا موارد هم حل شي.

بلخوا وسله والو طالبانو بیا په تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوی له لوري د مذاکراتو په برخه کې هېڅ راز ستونزه نشته، خو د حکومتي لوري ترمنځ نه همغږي په مذاکراتو کې د ځنډ لامل ده. د طالبانو د قطر دفتر د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق وایي، دوی ټول خنډونه لرې کړي، خو د حکومتي پلاوي ترمنځ نه همغږي د خنډونو او ځنډ لامل ده.

Tags: Top
Previous Post

د افغانستان- ایران اړیکې او د «اوبو سیاست»

Next Post

آلیس ان مونرو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
آلیس ان مونرو

آلیس ان مونرو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Play Games Rummy Ireland

سپتمبر 8, 2025
باميان

باميان

نوومبر 30, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved