د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف ویلي، په سیمهییز مشارکت کې د افغانستان فعاله ونډه تر هرڅه مهمه ده. نوموړي د اقتصادي همکاریو د غړو سازمان په غونډه کې ویلي چې د سیمهییز مشارکت لپاره باید د سیمې هېوادونه افغانستان ته فعاله ونډه ورکړي؛ ترڅو د سیمې هېوادونو ا قتصادي ګټې په ښه ډول خوندي شي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې سږکال د افغانستان کوم استازي په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی. نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د سیمې هېوادونو امنیت او اقتصاد افغانستان پورې تړلی؛ خو نړۍ دا هېواد له پامه غورځولی.












